د امریکا شیمي انجن څېړونکې د میداني ترانزیستور فناوري پر بنسټ حسکوونکی یا حسګر اله جوړه کړې چې کولای شي (SARA-CoV-۲) ویروس د پوزې له لارې یوې دقیقې څخه کمه موده کې تشخیص کړي.
میداني ترانزیستونه هغه ترانزستورونه دي چې د جریان کنترول یې د یو الکترونیکي میدان په مرسته تر سره کېږي.
په اصل کې دغه ترانزیستورونه له ولټاژ سره حساس دي او څېړونکو یې له همدې ځانګړنې په کار اخستلو سره توانیدلي چې د مخاطبینو په پوزه کې ویروس تشخیص کړي.
د غه حسکوونکی د ګرافینی پلیټ له لوړ الکتونیکې رسوونکي څخه جوړ ده چې څېړونکې دهغه په سطحه د کرونا ویروس تاج داره شاخونو لپاره انټيباډي ځای پر ځای کړې ده.
په لومړني ازمایښت کې د دغه ویروس تاج داره پروټین په دغه حسکوونکې کیښودل شول، د پروټین او انټيباډي تر منځ د اړیکو رامنځته کیدو په حسکوونکي کې د الکترون په جریان کې بدلون رامنځته کړ. په بله مرحله کې د سالمو او په کرونا ویروس د اخته کسانو پوزې ازمایښت تر سره شو او دغه حسګر وکولای شو چې ناروغ کس په سمه توګه تشخیص کړي.
په اوس وخت کې د دغې دستګاه تشخص سرعت له هغو نورو وسیلو په پرتله چې کرونا پرې تشخیصیږي دوه وو نه تر څلور برابره کمه ده خو څېړوونکې په دې باور دي چې بېلابېل موادو په ورزیاتولو سره به دغه دستګاه کار ډیروالی پيدا کړي.
دغه ویروس چې نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شوي تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې پرې له دوه نیم میلیونو څخه زیات کسان اخته شوي دي.