لومړی ټولګی، لومړۍ لښته

اوس له پوهنتونه فارغ یم، پوره اوولس کاله وړاندې په لومړي ټولګي کې وم، ښوونځی مو له کلي نه لري و، واړه ماشومان به په پاوکم ساعت کې ایله بیله په سره غرمه کې کلي ته رارسېدل. موږ به چې کله غره ته پورته شو او کلي ښوونځي ته به مو ور کتل، د سیمټو خونې يې سخته پاکې ښکارېدې.

یوه ورځ مې ژړا ته زور ورکړ چې زه هم له خپلو مشرانو وروڼو سره ښوونځي ته ځم، مور او پلارمې ډېر راته وویل چې ته بیا په سره غرمه کې له هغه اړخه په ځوړونو نشې راتلای، خو مانه منله، لومړی ځل د سیمټو په خونه کې په فرش کېنستم.ښوونځی مو خدایزده په کوم وخت کې جوړ شوی وو خو اوس يې په یوه ټولګي کې هم کړکۍ یا دروازه نه وه پاتې یواځې د ښوونځي په کونج کې د ادارې لرګینه دروازه پاتې وه.

څو ورځې وروسته مو په غالب ګومان لکه چې پښتو کتاب وایه، چې موږ به یواځې په رنګونو پېژاند او هغه درسونه به يې یوډل راته ښکارېدل.ښوونکي به نارې کړې:

ـ تاسو داشکل لیدلی دی؟

موږ به په زوره په یوه غږ پسې وویل:

ـ هو.

ـ دا څه شی دی؟

ـ صندوق

ـ صندوق له څه شي نه جوړېږي؟

ـ له لرګي نه.

دې ته ورته نور درسونه به موږ په یادو ویل ځکه خو مې د درس په جریانکې عبدالسلام استاد ته چې لاهم دکلي په ښوونځي کې ښوونکی دی، رڼې سترګې نیولې وي او په دروغو په کتاب ښورېدم.

ښوونکي له لرې نه شنه لښته راوغځوله او زما پاک خرېیلي سره نه يې ټک جګ کړ، ټول مکتب لښتې لښتې راته ښکاره شو، هغه دسیمټو خونې مې بدې وایسېدې او ټول ماشومان لکه زندانیان داسې راته ښکاره شول.

د خپلې دې خاطرې له یادولو سره غواړم لومړی خپل همدې ښوونکي او بیا په ټولو ښوونکو غږ وکړم چې په ښوونیز سیستم کې تر سختګيري ترحم او مینه ناک چلند زده کوونکی ښه روزلی شي.

پر دې سربېره روانو ناندریزو حالاتو ته په کتو د ښوونکي مسوولیت یواځې د کتاب د پاڼو پر اړولو نه تمامېږي. په دوولسم ټولګي کې به مو یوه استاد عبدالله ویدیال دا خبره ډېره کوله چې زده کوونکي ته بې فکره د کتاب پاڼې د کدو تر پاڼو کمې نه دي. هغه به ټينګار کاوه چې یو ښوونکی باید زده کوونکو ته یو فکر وکړي دا چې دا فکر څومره د دین او ټولنیز ارزښتونوپه وړاندې ګټور او خدای مه کړه بې ګټې دی، دا د ښوونکي په خپل فکر پورې تړلې خبره ده.

په اوس وخت کې چې تبلیغاتي رسنۍ خورا زورورې دي د زده کوونکو روزنه لا سخته شوې ده. ښوونکو ته د یو سیمنار په وخت کې يو ښوونکي پخپل اعتراف راته وکړ چې دی په درس ورښوودلو بوخت وي او د ټولګي په کونج کې زده کوونکي یا فیسبوک خلاص کړي وي یا ویډيو ګانې ګوري.

له حالاتو سره د ښوونکو مسوولیتونه هم سخت شوي او هم پراخ شوي دي، ښوونکی یواځې د کتاب د ورښودلو مسوولیت نه لري، بلکې په اوسنیو حالاتو کې د زده کوونکي په اسلامي روحیه روزنه يې اهم مسوولیت دی.

په دې تمه چې ښوونیز سیستم مو له هر ډول پوچو تبلیغاتو ګوښی او د هېواد بچیان مو په رښتیني اسلامي او ملي روحیه وروزل شي.

دادمحمد ناوک