لوړه حوصله د بریالیتوب اصلي راز دی

وايي، چې په ژوند کې د ښو څیزونو تر لاسه کول وخت اخلي. زموږ ډیر ځوانان په چټک پرمختګ باور لري. خو داسې نه ده، لوړه حوصله کولای شي، چې تاسې ته ډیر څه درکړي.

په ژوند کې د پرمختګ لپاره حوصلې لوړې وساتئ. ژر مه ناهیلې کیږئ. هیڅ شی هم په یوه یا دوو ورځو کې نشي بدلیدلای. په ژوند کې باحوصله خلک ډیر مخکې ځي.

کله چې تاسې یو څه په ځمکه وکرئ، هغه اوبه کوئ او په هغې پام کوئ او میاشتې وروسته د هغې حاصل ټولوئ. دا ټول حوصله او زحمت غواړي. همداسې ژوند هم دی. تاسې به ژوند کې د پرمختګ لپاره لوړې حوصلې ولرئ.

د ښه اوریدولو حوصله او په ځان کنټرول ستاسې د بریالیتوب اساس جوړوي. له حده زیاته توقع مه کوئ. د پرمختګ لپاره دومدارې هلې ځلې وکړئ.

بینجمین فرانکلین وايي، چې حوصله د نابغه خلکو عادت دی. نیوټن هم ورته نظر لري. د نیوټن په باور چې د کشفیاتو راز يې په استعداد نه بلکي په لوړه حوصله کې پټ دی.

په ژوند کې د سترو بدلونونو لپاره له حوصلې کار واخلئ. خپل حوصله مه بایلئ. ژوند وکړئ، حوصله ولرئ او ځان د پرمختګ پوړیو ته ورسوئ.