لوړ ولور د نامشروع اړیکو بنسټ!!

لیکنه :  شيروان وادن

واده د مینې، انسانیت او اخلاقو تړون دی چې د ښځې او نارینه ترمنځ تړل کیږي. د دوی په منځ کې دا حق جوړیږي چې، یو ځای ژوند وکړي.

خو دا چې په افغانستان کې په خاصه توګه په پښتاني ولایتونو کې ولور بیخي له اسمان سره خبرې کوي، نو ډېری وګړي د لوړ ولور په اساس له ډول، ډول ناخوالو سره مخ دي.

د ځوانانو او یا په عموم کې اکثره د ټولنې افراد د خپلو غرېزو د نه قابو کولو په خاطر، او د خلکو اقتصادي وضعیت د ټیټوالي، غربت او د پیسو نه درلودلو لپاره بیا دېته مجبوریږي چې په غیري مشروع کارونو لاس پوري کړي.

زمونږ ډېری وګړي د لوړ ولور په اساس قتل، غلا او په اختطاف لاس پورې کوي چې ترڅنګ یې زیاتره تنکي ځوانان مو په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه ځي چې، یا په خپلو ارمانونو خاورې واړوی یا په زندانونو کې شپې سبا کړي او یا حتا ځان وژنه وکړي.

د یو څو هغو کسانو خاطرې درسره شریکول غواړم چې د لوړ ولور په خاطر یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یوه ورځ یوه نفر راته کېسه کوله چې ویل یې ” اول خو مې واده د غربت له وجې نشو کولی خو چې ومې کړو، نو اوس مې پنځم کال دی چې نظامي وظیفه ترسره کوم خو تر اوسه مې نیمایي ولور هم نه دی ورکړی.”

څه موده وروسته چې خبر شوم چې، فلانکی په حق ورسیدو، او نه یې خپلې کوژدنې سره ملاقات وشو او نه خپلو هیلو ته ورسیدو. په پنډو، پنډو ارمانونه یې ګور ته یوړل”.

 

د یو بل ځوان خاطره چې راته ویل به یې: “کوژده مې کړې، اوس دومره پیسې راسره نشته چې خپله مینه را کور ته کړم. نو ما به هر وخت ډاډ ورکوه چې خیر، الله مهرابان ذات دی.

نو ده به راته غوسه وکړه چې ما باندې د یارانو، دوستانو او د جېنۍ د کور غړیو له طرفه زیات فشار دی چې، راته وایي نر شه خپله ښځه د را کورته کړه. د هېڅ وظیفې درک نه لګیږي، چې هغه لوړ ولور په پوره کړم”

وروسته چې خبر شوم چې هماغه فلانکي خودکشي ترسره کړې او له فاني دنیا سره یې د تل لپاره خدای په اماني وکړه. نو ما داسې فکر وکړو چې په دې غریب هېواد کې به دومره لوړ ولور چرته پوره کړی وای؟ او ترڅنګ یې پیغورونه، پښتو او هغه ناوړه رواجونه چې ورسره لاس او ګرېوان یؤ دا هغه لاملونه دي چې ډېری وګړي ورسره مخامخ دي.

د کم ولور په اخیستو سره په پښتانو کې یو ډول پیغور کڼل کیږي. او داسې ویل کیږي چې، که یو څوک خپله خور او لور په مناسب ولور ور کړي، نو داسې اوازې وروسته ورپسې تر غوږو کیږي چې، فلانکی کس په خپله خور او لور پسې ستومانه وو او یا یې کوم نقص درلوده.

ولور اخيستل د اسلام له نظره

د اسلام د سپېڅلي دين له نظره مهر د نجلۍ مسلم حق دی، د مهر ټيټه اندازه لس شرعي درهمه دي، او لوړه اندازه يې معلومه نه ده چې له دغه ټکي څخه ځينې کورنۍ ناوړه استفاده کوي، او پرته له دې چې د خپلې لور او خور راتلونکی وګوري، په هغې باندې ډېرې پيسې اخلي چې دا کار ناوړه پايلې لري او په راتلونکې کې کېداى شي چې په کورنۍ او ټولنه کې د جرمونو د ګراف کچه لوړه کړي.

د یو عالم په خبره چې وایي:

” ولور يو عرفي مسئله ده او د شريعت له موازينو سره هېڅ مطابقت نه لري”.

د نوموړي په وينا، كوم څه چې په كورنيو كې د طلاق سبب چې ګرځي هغه دا دي چې، زيات شمېر كورنۍ د ولور پيسې ځان سره ساتي او د خپلې لور لپاره پرې هېڅ هم نه اخلي، نو چې نجلۍ خپل خسر كره ولاړه شي ژوند يې له ستونزو سره مل وي.

لوږه، بېوزلي، د مالي امكاناتو نشت، د ټولنې ناوړه دودونه او زيات ولور د دې سبب شوي، ترڅو ځوانان ونشي كولاى واده وكړي.

د دیني عالمانو په وينا، د ولور اخيستل د شريعت له مخې حرام دي، ځكه چې د ولور په نوم د پيسو اخيستل د لور پلورل او حرام كار دى.

د ښځې پر وړاندې د خاوند په کور کې کړکیچونه!

چې کله ښځه په لوړ ولور یو چاته ورکړل شي، نو دخاوند په کور کې له بیلابېلو تهدیدونو، خنډونو، مشکلاتو او داسې سپکو سپورو سره مخامخ کیږي چې، په منظم ډول به یې ژوند له تاوتریخوالي ډک وي، او تل به د داسې خبرو سره مخ کیږي چې، ته خو یې په موږ باندې خرڅه کړي یې او هیڅ خبرې هم مه کوه، څه چې موږ غواړو په جبر به یې تر سره کوې او حتآ ښځه له وهلو او ډبولو سره مخ کیږي.

حل لارې!

دیني عالمان، قومي مشران، رسنۍ په خپله ځوانانو ته پکار ده چې، له بیلابیلو لارو عامه پوهاوی او تړونونه وکړي چې، د دې بدې پدیدې مخنیوی په اسانۍ سره وکړای شي.

ځکه چې د حضرت محمد مصطفی (ص) حدیث شریف دی چې وایي:

” تر تولو بهترین نکاح هغه دی چې، مهر یې کم وي”