لوږه مو څرنګه مزاج په غوصه بدلوي؟

تاسې به لیدلي وي چې زیاتره خلک د لوږې پرمهال پر غوصه کنترول نه لري او ډېر ژر غوصه کیږي، اوس پوهانو ثابته کړې چې د لوږې او غوصې تر منځ ژوره اړیکه شتون لري چې د انسان پر مزاج منفي اغیز کوي.

پوهانو د څیړنې ترسره کولو څخه وروسته موندلې چې لوږه د انسان پر مزاج اغیز کوي، ځینې خلکو کې د لوږې پرمهال د ګلوکوز کچه ټيټیږي، دغه مهال ددوی توجه کمیږي او پر خپلو احساساتو کنترول نشي ساتلی.

د ګلوکوز په کمېدلو سره له بدن څخه د فشار هارمون او کیمیاوي توکي لکه (کورټیسول، انډرینالن او نیورو پیپټایډ) خارجیږي، دغه حالت پر انسان غوصه غالبوي.

پوهانو خبرداری ورکړی چې په دغه حالت کې ستاسې نږدې دوستان او کورني غړي هم د غوصې کولو ښکار کیږي، ددې په اړه د یوې ترسره شوې سروی له مخې ویل شوي وو چې که د غرمې مهال خواړه ناوخته شي او قاضي پریکړه وکړي، ددوی پر پریکړو تر ۲۳سلنه غلط اغیز کیږي، ځکه چې په لوږې سره انسان په سمه توګه توجه او تمرکز نشي کولای او په پایله کې غلطه پریکړه کوي.

دغې حالت ته په کتولو پوهان وایي چې د سختې لوږې پرمهال باید له پریکړو کولو، سودا اخیستلو، دوستانو سره بحث کولو او داسې نورو شیانو څخه ځان وساتل شي، ځکه چې د انسان دماغ له خپل حالته د وتلو په حال کې وي.

له دې وړاندې څیړنو ښودلې وه چې کم خوب هم د انسان پر مزاج سخت اغیز کوي، او له نورمال حالت څخه یې د قهر او غوصې حالت ته اړوي، دغه مهال انسان هیڅ یوه کار په سمه توګه نشي ترسره کولای.

کاپي…