لوکېش راهول د کرکټ وسایل پلوري، ترڅو د قرنطین پر وخت ماشومانو سره مرسته وکړي

د هندوستان د کرکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی لوکېش راهول وایي،  خپل د کرکټ بېټ، هېلمېټ، لاس پنجې، پېډونه او کمیس لیلاموي، ترڅو د کرونا ویروس له امله دې ستونزمن حالت کې له ماشومانو سره مرسته وکړي.

د هندوستان د کرکټ لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ وهونکی کی ایل راهول وایي، چې دی د کرکټ هغه وسایل پلور ته وړاندې کوي، چې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام پرمهال یې پرې کرکټ کاوه.   نوموړی وایي، بېټ، هېلمټ یا خولۍ، پېډونه، لاسپنجې او شرټ لیلام ته وړاندې کوي او تر لاسه شوې پېسې به یې هغو ماشومانو ته ورکړي، چې د کرونا ویروس له امله له زده کړو څخه بې برخې دي.   کی ایل راهول د هندوستان یو له زړورو او پیاوړو لوبغاړو بلل کېږي، چې چټکه لوبه یې خورا په زړه پورې ده.  هغه اوس د کرکټ ترڅنګ د خلکو مرستې لپاره هم لاس پکار دی.

له دې وړاندې د بنګله دېش کرکټ لوبغاړي مشفق الرحیم هم ویلي وو، خپل هغه بېټ لیلاموي او پېسې یې کرونا ځپلو ته ورکوي، چې ده پرې د سریلانکا خلاف ټېسټ لوبه کې غبرګې سلیزې وهلې وې