د یاد ولایت امنیتي چارواکي وایي، محمداغې ولسوالۍ کې نامعلومه وسله وال دوې خویندې په ډزو وژلي دي .
د لوګر د امینه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته ویلي، د یادو دواړو خویندو پرموټر د شنبې په ماذیګر د محمداغۍ ولسوالۍ په مغل خیلو سیمه کې، په داسې حال کې د نا معلومه وسله والو له لورې ډزې شوې، چې د يوې حقوقي قضيې په ترڅ کې یې خپله يوه اندازه ځمکه پر يوه ځايي اوسېدونکي پلورلې وه .
د احمدزي په وینا چې وسله وال درې تنه وه او پیسې هم ترې له ځان سره وړي دي .
هغه زیاتوي چې له دغو دواړو خویندو یوه یې میرمن پښتون وه، چې پخوا د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو ماموره وه او بلې خو ریې کومه دنده نه درلوده .
که څه هم د برید پړه چا نه ده منلي خو د لوګر امنیتي چارواکې وایي دا کار وسله والو طالبانو کړی . وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.