ليکوالي، خنډونه او تجربي

لیکنه: ګل رحمن رحماني

د يو څه ليکل او د يوه څه په اړه د ليکوالۍ له لارې د خپلو نظرياتو او غوښتنو بيان که ډېر ګران نه ښکاري، خو ډېر اسانه هم نه دي او د ليکوال ذهن تر بلې هر چارې زيات بوختوي او په دې بهير کې  اړ وي  چې له يوې خوا د خپل بيان د منځپانګې او له بلې خوا د خپل متن د ظاهري جوړښت( ليکنۍ ژبې) ځانګړتياوو ته پاملرنه وکړي.

زموږ په ټولنه کې ليکوال تر ټولو بوخت او ستړى کس دى، ځکه دى په يوه وخت کې اړ دى چې څو کارونه مخته يوسي او په ناسم چاپيريال کې چې ګڼې اندېښنې، کارونه او تر ټولو مهم دا چې يو نا ارام ذهن ورسره ملګرى وي؛ يو څه وړاندې کړي او ځان په دې قانع کړي چې څه يې غوښتل، هغه يې بيان کړي دي.

لازمه خو داده چې ليکوالي په يوه ارام چاپيريال کې له نورو ذهني بوختياوو او ستړياوو ور هاخوا په داسې ډول وشي چې ليکوال په ظاهري او باطني توګه په خپله ليکنه کې ورک وي او د وړاندې نه د خپلې پخې کړې او يا صيقل شوې،سوژې  مفکورې او نظر د بيان لپاره د تورو په ټولولو پسې هڅه او هاند وکړي.

د غوره ليکوالۍ يوه ځانګړتيا هم داده چې ليکنه بايد  ډېر ځله د شعر غوندي الهامي وي او ليکوال هر وخت د ښې ليکنې لپاره چمتو نه وي، خو کله کله داسې کېږي چې ګڼې سوژې يې په ذهن اورېږي، د بيان يا ليکنې طرز يې له وړاندې له ځان سره جوړ کړى وي او داسې وي لکه په کمپيوټر کې له وړاندې کمپوز شوې ليکنه چې پرنټ شي.

ليکوال هم طبعتا په هغه ليکنه کې ډېر ارام او ښه روان وي چې خپله يې د يوې اړتيا او يا يو څه د مطالعې او ورڅخه د اغېزمنېدو وروسته ذهن ته ورغلى وي او د ليکنې لپاره يې خپل قلم يا کمپيوټر ته لاس کړى وي.

د فرمايشي يا دفتري او رسمي ليکنو ورکړه تر ډېره له ليکوال څخه د خلاقيت او نوښت مالګه کموي او ليکوال فکر کوي چې  کار يې يوازې د ورکړل شوي هدف تر لاسته راوړلو پورې دى او د اجورې په مقابل کې يو کار تر سره کوي.

هغه څه چې ليکوال يې ددې برعکس په خپله خوښه او ذوق ليکي او په ټولنه کې يې هغه نوم په پام کې وي چې د ليکوال په نوم يې ګټلى، نو موخه يې هم بدلېږي او فکر کوي چې د خپلو مخاطبينو لپاره د يوې برخې روښانول، د ځينو پټو موضوعاتو شرحه او شننه دده اصلي موخه ده.

خو داسې هم کېږي چې کله کله ليکوال له خپلې ليکوالۍ داسې مايوسه شي او فکر کوي چې  ده ته د ټولنې هېڅ پام نه دى او له خلکو هېر شوى. دا کار نه يوازې چې دده پر راتلونکې ليکوالۍ اثر غورځوي او مايوسه کوي يې، بلکې خپلې تېرې پنځونې هم له ځانه لرې کوي او بې مانا يا بې ضرورته  ورته ښکاري.

ځينې ليکوال په دې ځاى کې هم خپل ځان برحقه بولي او فکر کوي چې ستونزه په ده کې نه، بلکې په ټولنه کې ده او دده ليکنه د هغوى له سويې او پوهې اوچته ده، خو حقيقت داسې نه وي خلک يې ځکه نه لولي چې يا د پيغام او منځپانګې او يا هم د ظاهري جوړښت او ليکنۍ ژبې له اړخه د هغوى له ژوند سره اړخ نه لګوي.

ليکوال ته اړينه ده چې دلته ځان تېر نه باسي او نه هم پړه پر خپلو لوستونکو يا مخاطبينو واچوي، دلته به عاقلانه دريځ او چلند دا وي چې خپل لورى او ليکنۍ ژبه بدله کړي او د هغو ليکوالانو له هنر او تجربې کار واخلي چې ليکنې يې ټولنې جذب کړې او ده ته يې نوم ور په برخه کړى دى.

ځکه بل ليکوال هم شايد دده منځپانګه وړاندې کړي وي، خو د بيان انداز يې دده په څېر نه وي.دلته يوازې د لارې او کلمو بدلون کولى شي چې ليکوال ته نوم او شخصيت ورکړي او دده د مايوسۍ مخه ونيسي.

کلونه وړاندې مې د سوالګر په اړه  يوه انګريزي ژبې کيسه ګۍ لوستې وه چې يو ړوند سوالګر په واټ کې ناست دى او د سوال په تخته يې ليکلي چې “مرسته وکړئ”، خو هېڅوک پيسې نه ورکوي او لوحه يې چاته د ومره زړه را ښکوونکى نه وي چې د هغوى دې پرې رحم راشي.

په لاره يو ليکوال تېرېږي ، د هغه  د سوال ليک دړه اخلي او جمله ورباندې داسې بدلوي،”نن څومره ښکلې ورځ ده، خو زه يې له ليدلو محروم يم” دړه بېرته پر خپل ځاى ږدي، لارويان چې دا جمله ولولي په سوالګر يې زړه بدېږي، هر څوک پيسې ورکوي او په يوه شېبه کې يې کچکول له پيسو ډک شي.

دا تجربه په ليکوالۍ کې ډېر ځله موثره ثابته شوې، نه يوازې چې ليکوال يې له مايوسۍ ژغورلى، بلکې ټولنه هم د هغه د ليکوالۍ په ژبه او ارزښت ښه پوهېدلې ده.

د ليکوالۍ په منځ کې کله کله ليکوال له يوې داسې جملې او عبارت  سره مخ کېږي چې د څو دقيقو او يا کله هم د ساعتونو لپاره ورته مناسبې جملې نه جوړېږي، دلته ليکوال فکر کوي چې که يو ساعت ورته تم شم، نو غوره به داوي چې  پاتې برخه مخته يوسم او د يو ساعت ضايع کولو پر ځاى د پاتې برخې له بشپړولو وروسته ورته راستون شم.

پياوړى کره کتونکى او ليکوال استادغضنفر چې ليکنې يې د ژوند او خپلو مطالعاتو له تجربو ډکې دي، وايي چې په دې کار سره ليکوال ځان تېر باسي او د يو ساعت د سپما کولو پر ځاى له خپلې پيدا شوي ستونزې ځان تېروي.

دى وايي چې که چېرته ليکوال همدغه ورته پيدا شوى خنډ په همغه شېبه حل کړي او بيا مخ پر وړاندې لاړ شي، نو دا يې د خپلې ليکوالۍ په بهير کې يو لوى برى تر لاسه کړى او د تل لپاره يې له يوې ستونزې ځان خلاص کړى دى. په دې مانا چې ددې خنډ لرې کول په حقيقت کې پر يو څه نه بلکې په ډېر څه پوهېدل دي.

رښتيا هم همداسې ده، په ليکوالۍ کې له خنډونو څخه سرسري تېرېدل او د وخت سپما ته کتنه موږ د خپلې ليکنې له يوې تياره برخې په پټو سترګو تېروي او حال داچې بايد روښانه شي او لوستونکي ته هم د خنډ رفع کولو پرمټ نوې تجربه او پوهه ورکړل شي.

که خنډونه په ليکوالۍ کې همداسې پاتې شي او ليکوال فکر وکړي چې د ليکنې په دويمه يا بيا ځلي کتنه کې به پرې غور وشي، نو ډېر ځله داسې شوي چې ليکوال بيا په ذهني توګه په هغه موقف کې نه وي او نه هم  وروسته هغه خنډ په لومړۍ بڼه درک کولى شي، ځکه وروسته  په يوه بڼه ترې هېرېږي.

پاى