ليکوالي!

ژباړن : خيال ولي

ليکوالي مورنۍ ځانګړتيا نه ده چې انسان سره وزيږي، څه وخت چې وغواړي ليکل به وکړای شي، بلکې ليکوالي يوه خواري ده. صبر، تمرين او د مختلفو علومو کلکه مطالعه غواړي..په دې به يې ليکوالي سميږي او ستونزه به يې له منځه ځي..له دې اوږد جهاده وروسته به ليکوالي يو چا ته تسليميږي او هغه به ليکوال ګڼل کيږي.

همدا لامل دی چې د ليکوالۍ ډېر مدعيان ناکام بريښي. په ليکنو کې يې هغه ادب نه ميندل کيږي چې زړه ورماتيږي، پرې خوشحاليږي او د بدن غړي ورته موسيږي. بالعکس يې په الفاظو او ترکيبونو کې کمزوري، سطحيت او شوده‌ګي ښکاري. وينا او بلاغت يې پرېوتی وي.

د دې خلکو د ليکنو مضامين خو بيا بيخي مه پوښته! د هر ډول شر طمع ترې کېدای شي. همدا لامل به وي چې ډېری ليکوال د «ريالېزم» په بهانه خپل جهل پټوی. خپل بې چاره لوستونکي او بې ځوابه مخاطبين په دې سپين سترګۍ تېرباسي!