لږ کار وکړئ، خو په پرله پسې توګه يې وکړئ

د برياليتوب يو مهم شر ط دا  دى چي انسان بايد لږ کار وکړي، خو په پر له پسې توګه يې وکړي. داسي نه چي يو دم يې يوه کار ته مخه سي ښه ګرم پر راسي،  يو څو ورځي يې وکړي او بيا يې يو دم زړه ځني مات سي او ځاى پر ځاى يې پرېږدي. د لوى څښتن تعالى په  نزد هم  غوره کار هغه دى چي لږ وي، خو په پرله پسې توګه او دوامداره وي.که متوجې سو او د بريالىو او سترو کسانو ژوند ليکونه مطالعه کړو ، نو راته څرګنده به سي چي د هغو کارونه به تل په پر له پسې توګه وه. لږ لږ به يې کول، خو پرېښوول به يې نه.په دې اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:

« أحب الأعمال إِلَى اللَّهِ تَعَالَى أدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ » .

ژباړه: لوى څښتن تعالى ته ډېر ښه او خوښي کار هغه دى، چي په پر له پسې توګه وي،که څه هم لږ وي.

په” دريغ از اين مسلمانى“ کتاب کي ليکلي دي:

”پوهېږئ چي د اسلام دښمنانو  په مسلمانانو کي دا صفت ( ژر ګرمېدل او بيرته  سړېدل) موندلى دى. هغوى موږ د شور او شوق په وخت کي دغسي پرېږدي او  وايي: پرېږدئ  چي  هر کار چي د دوى زړه غواړي هغه تر سره کړي، ځکه څه موده وروسته  ډېر ژر بيرته سړيږي او هغه کار پرېږدي. د اسلام دښمنان هغه وخت پر موږ  حمله کوي، چي موږ غافله او بې خبره يو. هغوى  هغه وخت خپل مسايل حلوي، کله  چي موږ د کار له خوا ساړه سوي يو. ځکه  هغوى دا ټکى درک کړى دى چي زموږ زړه ډېر ژر له کاره توريږي“.

يو شاعر په ډېر ارمان سره وايي:

عمر عزيز قابل سوز و گداز نيست

اين رشته را مسوز که چندين دراز نيست

زياتره ځوانان د کار کولو په وخت کي د مغز او فکر پرځاى له احساساتو څخه کار اخلي  او احساسات ډېرژر انسان د کار کولو څخه خوا تورى کوي. د  هر کار د پيل د مخه لومړى د ځان سره فکر وکړئ چي دا کار تر پايه پوري تر سره کولاى سئ که نه؟ په ځان کي د هغه د سرته رسولو توان ، وړتيا او علاقه وينئ که نه؟ هيڅکله پر يوه کار باندي ګرم مه راځئ. په ډېري حوصلې سره لږ لږکار مخته بياياست، خو په دوامداره توګه يې کوئ. زموږ او ستاسي کمزوري په  همدې کي ده چي څو سره خیشتوو،خو يو هم نه سو خريلای.

اى ځوانه! کله چي يو کار پيلوې، نو ترپايه پوري يې سرته ورسوه. په احساساتو  او جوش سره پرېکړه  مه کوه.  هرکار يوه لوبه مه ګڼه. په ډېر فکر سره لومړى پرېکړه وکړه ،کار پيل کړه، بيا يې په  ډېري حوصلې سره  کرارکرار مخته بوزه او پاى ته يې ورسوه.

لیکواله: ډیوه «همت لور»