لښکرګاه کې د لړمانو فارم جوړ شو

د لړمانو هغه فارم جوړ شوی چې د یو کېلو زهرو بیه یې یو میلیون ډالرو ته رسیږي د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې د لړم روزنې یو مجهز فارم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، چې ۱۶۰۰۰زره لړمان پکې ساتل کیږي. د هلمند ولایت د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، چې د دې ولایت د کرنې ریاست د یاد فارم د پرمختیا په پار د فارم شته ستونزې په ګوته کوي او د حل لپاره یې دوي ته لازمې لارښوونې ورکوي. فارم جوړونکي له دولت څخه غواړې چې نړیوالو بازارونو کې د لړمو د زهرو د پلور زمینه ورته برابره کړي، د فارم جوړونکو په وینا دغه فارم یې د هلمند ولایت د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړ کړی دی. د معلوماتو له مخې د لړمانو خوراکه چینجي دي، چې هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي او د لړمانو د یو کېلو زهرو بیه نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسیږي. دغه وزارت زیاتوي، دغه فارم د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوی؛ خو د هلمند ولایت د کرنې ریاست له هر اړخیزه مرستو او همکاریو سره مل دی. لښکرګاه کې د لړمانو فارم جوړ شو چې د یو کېلو زهرو بیه یو میلیون ډالرو ته رسیږي.