لیکل او لوستل مو له یوازیتوب څخه ژغوري

لیکوال :  محمد خالص ادیب

ملګري مې کیسه راته کوله، ښه مې یادېږي کله چې لومړی د ځوانۍ مرحلې ته رسېدلی وم، سترګې مې وغړېدې مینې مې د زړه بنده دروازه راوټکوله، د یوه انسان په څېره پسې دومره سرګردانه شوم چې نږدې و دویم مجنون شم، له کوره بهر چېرته لرې، بیابان یا د غرو لمنو یا هم هسکو لوړو څوکو کې ځانته یو داسې ځای پیدا کړم چې د انسان په نوم باندې د هېچا غږ وا نه ورم، مګر کله مې چې د خپل زړه خبرې په لیکنۍ بڼه د نظم او نثر په چوکاټ کې په خپل وال خپرولې نو زما د زړه بړاس به کښېناستلو، دومره به یې ارام راکولو لکه زه چې په کوم کس پسې سرګردانه وم د هغې څنګ کې ناست وم.

ده د خبرو په جریان کې وویل چې نظمونو او نثرونو مې زما او د محبوبي تر منځ هغه بندي دروازې خلاصې کړې، لوړ غرونه یې ونړول د غمازانو سترګو ته یې خاورې وروشندلې، د بلتانه فریادونه نور ختم شول، ساړه اهونه به مې نه کول، هر وخت به مې چې وغوښتل له خپل جانان سره غاړه غړۍ شم کولای مې شوای، ځانته مې یوه بله دنیاګۍ جوړه کړه، خلاصه همدې لیکوالۍ او شاعرۍ زما ستړې ناقرارې اراوح ته سکون ورکړو، زه یې د حقیقي خوندونو څخه خبر کړم.

نو دا خو ښکاره خبره ده کله چې یو څوک د راز او نیاز ملګری ونه لري، په کورنۍ کې د مور او پلار ، مشرانو له تهدیدونو لاندې وي، په ښکاره توګه د زړه خبرې نشي کړای، خصوص په یوه داسې ټولنه کې لکه زموږ چې له ځوانانو/ پېغلو څخه خپله ازادي اخیستل شوې وي، څنګه به سړی له رواني ناروغیو سره نه مخامخ کېږي؟! ددغه ټولو ناروغیو د له منځه وړلو وسیله شته ده چې زموږ قهر له اسمان څخه ځمکې ته راټیټوي پراخه حوصله راکوي، د صبر او زغم په خوند مو پوه کوي، هغه لیکنه کول دي یا هم په کتابونو کې ځانته یوه بله دنیا جوړول.

که چېرې موږ خپل د زړه اهونه په لیکنۍ بڼه د ټولنې د روڼ اندو کسانو تر غوږونو ورسوي هغه زموږ سره ملګري شي، دې شته ناخوالو په وړاندې مبارزه وکړي، زه بارو لرم، د کومو خنډونو په وړاندې چې سره یو موټی شو، د اصلاح او سمون په رامنځته کېدو سره به یې د ارامۍ احساس وکړو.

که چېرې یوه شېبه د ځان په اړه فکر وکړو، شاوخوا په نظر کې ونیسو، خپل نږدې دوستان له نظره تېر کړو، وروسته له ډېر فکر کولو څخه به داسې کس پیدا نه کړو چې دومره دې له موږ سره ریښتنی پاتې شي چې تل دې زموږ خوشحالي وغواړي، مانا دا چې کله مو چې زړه ډک وي، دومره راته غوږ شي چې موږ ددې زړه بړاس یعنې ډک زړه ورته تش کړو، مګر شته کله چې موږ په ځان کې یو بل کس جوړ کړو، هغې ته ښه روزنه وکړو، هغه نا ویل شوې خبرې چې نه غواړو موږ یې له خپلو مخاطبینو سره شریکې کړو، هغه مو باید مجبوره کړي چې باید ویې کړو؛ نو په دغه صورت کې کولای شو، خپلې ارواح ته سکون ور وبښو، هېڅکله به د یوازیتوب احساس ونه کړو.