لیکنه، د ليكلو بڼه يا طرز

ليكوال: پوهنمل عبدالقدير خموش

د نثر ژبه د بيان په اعتبار په څو ډوله ويشل كېږي:

۱- علمي ژبه: علمي ژبه هغه ژبه ده، چې په مستقيمه، صريح او روښانه توګه د مفاهيمو په لېږد كې مرسته كوي.

۲- عاميانه ژبه: دا هغه ژبه ده، چې د ورځنيو چارو ارتباط پرې ټينګېږي.

۳- ادبي ژبه: دا بيا هغه ژبه ده، چې د ليكوال پيغام په عاطفي او هنري توګه  لوستونكي ته رسوي.

د علمي او ادبي ژبو توپير

الف: په علمي ژبو كې ليكوال له اسانه او ساده كلمو او تركيبونو څخه استفاده كوي. خپلې جملې لنډې، مستقيمې او صريح بيانوي. حال دا چې په ادبي ژبه كې ليكوال يوازې د پيغام په رسولو اړ نه دى، بلكه د خپل ذهن د مفاهيمو د رسولو مسوول دى. په دې ډول، چې په كې له تشبيهاتو، استعارو، كنايو، مجاز او … څخه استفاده شوې وي.

ب: علمي ژبه غواړي، يوازې خپل پيغام لوستونكي ته ورسوي، په داسې حال كې چې ادبي ژبه د لوستونكي د غبرګون په لټه كې وي. غواړي خپل مستقيم تاثير د لوستونكي په روان پرېږدي.

ج: په ادبي ژبه كې هره كلمه خپل موضوعيت لري او ليكونكى يې د سم  استعمال تمه لري، خو په علمي ژبه كې دې ټكي ته پام نشته او ليكوال يوازې او يوازې غواړي خپل مفاهيم لوستونكي ته ورسوي.

د ادبي او عاميانه ژبو توپير:

په ادبي ژبه كې ليكونكى د تشبيهاتو، استعارو، كنايو، مجاز او نورو ښايستونو تابع وي، حال دا چې په عاميانه ژبه كې ليكوال د كوم خاص معيار تابع نه وي. په هر ډول چې خبرې كېږي هماغسې ليكل كېږي هم.

 

 

 

 

 

يادونې:

 

ليكونكي د ژبې په غوره كولو كې خلاص لاس لري او هره ژبه، چې  ده ته خوښه وي د ليكنې لپاره يې ټاكلى شي، خو دا هم سمه نه ده چې ليكوال يوازې په يوه ژبه ځان عادت كړي. ځكه كله داسې پېښېږي، چې هره ژبه ځانته خاص د استعمال ضرورت پيدا كوي. د بيلګې په توګه كه څوك يو داستان ليكي او په هغه كې د دوو تنو ترمنځ د ديالوګ تصوير هم كاږي نو دلته ليكونكى اړ دى، چې له عاميانه ژبې كار واخلي.