لیکوالي او اړتیا یې!

بلال باسل

لیکوالي داسي یو استعداد دی چې څوک یې په مټ کولای شي خپلی خبري تر نورو په ښه انداز ورسوي، د زړه غوټي خلاصي کړي ،خپل فکرونه او احساسات مجسم کړي او ټولني ته یې وړاندي کړي ،ډېری ادب پوهان په دې باور دي چې لیکوالي داسي یو مهارت دی چې په واسطه یې انسان کولای شي د ټولنې شته ناخوالي او دردونه په هنرې ډول بیان کړي او حقیقتونه یې وسپړي ،نو ځکه موږ ویلی شو چې لیکوالي یاني د ځان تفسیرول.

لیکوالي کوم داسي استعداد نه دی چې تر ځینو اشخاصو پورې ځانګړی دی، بلکې هر څوک کولای شي لیکوال شي ،پیل دې له خپلو خاطراتو وکړي په دې اړه د استاد غضنفر صیب د خبرې راوړل اړین ګڼم هغه وایي: چې د لیکوالي د زده کړي په لار کې د پرمختګ تر ټولو ښه لار ورځني خاطرات لیکل دي، په ورځ کې څوک باید لس پنځلس دقیقي وخت د ورځنیو خاطراتو لیکلو ته ځانګړی کړی غضنفر صیب پسې زیاتوي :که له څاه اوبه را ونه باسو څاه وچېږي دا راز که همیشه لیکل ونه کړو د لیکلو استعداد مړاوی کېږي،د ورځنیو خاطراتو لیکل په تېره بیا ځلمیو لیکونکو ته چې د موضوع ورسره کمی وي د پرله پسې لیکلو پرانیستی میدان دی.

چرته مې لوستي ؤ چې: په یوه کاغذ کې ولیکئ چې لیکوالي ستاسې په اند څه شی ده؟ همدغې پوښتنې ته ځواب ورکړئ خو هغه ولیکئ همدا کرښې چې تاسې د لیکوالۍ په اړه لیکلې دي لیکوالي ده، دا به سمه لیکوالي نه وي خو د لیکوالۍ ابتدا ده.

له لیکوالي څخه باید ځانونه بېګانه نه کړو د لیکوالي له لاري کولای شو ټولنه د سمون لور ته رهبري کړو ،داچې نن سبا د سیکولرزیم او الحاد وبا خپره شوې او ورځ تر بلې نوی نسل د بې دینۍ لور ته روان دی، زموږ او ستاسو مسؤلیت دی چې په وړاندې یې مبارزه وکړو، لیکنې وکړو او بیرته یې د اسلام له حقیقي روح سره اشنا کړو په ځانګړې توګه عالمان که غواړي چې خپل مسؤلیت په ښه توګه سر ته ورسوي نو باید لیکوالي ته توجه زیاته کړي ابوالحسن علي الندوي لیکي : له ژبې او ادب څخه به ځانونه نه پردی کوئ په قلم کې باید داسي ښایسته ګي پیدا کړئ چې نوی نسل مجبور شي ستاسو لیکنې ولولي او هغه په دې پوه نه شي چې د دینیاتو کوم کتاب لولي او کوم بې ذوقه کار کوي بلکې باید د لوستونکې ادبي تنده هم ورباندي ماته شي.

داچې نن سبا نړۍ د انټرنیت په مزې تړل شوې او د یو کور حیثیت یې خپل کړی موږ کولای شو خپله خبره په لنډه وخت کې تر ډېرو خلکو ورسوو ،خدای ډېره ښه موکه راکړې باید له لاسه یې ور نه کړو او لاس په کار شو .