لیکوالي او شاعري

څنګه ښه لیکوال شو او ښه شاعري وکړو؟

ښه لیکوال و شاعران څوک دي؟

شاعري او لیکوالي له ټولنې سره څه تړاو لري؟

شاعر و لیکوال له ټولنې او ټولنه ترې څه غواړي؟

لیکوال هغه چاته ویلی شو، چې د خپل زړه خبره د کاغد پر مخ راوړي، د خپلو خبرو سره ادبي مالګه او منطقي استدلال یو ځای کړي؛ ددې ټولو پنځکر ته لیکوال ویلی شو. خو شاعر بیا د ټولنې هغه اواز دی، چې هر څه ته د تخییل له زاویې ګوري او د شعر د اصولو په اساس خپلو خبرو ته وزن او قافیه ورکوي ټولنې ته خپل تفکر په موزونو الفاظو وړاندې کوي.

شاعري د لیکوالۍ په شان علمي کار دی، خو هغه شاعري علمي شاعري ده چې تفکر، احساس او تخییل څخه منځته راغلې وي. دلته ډېر اړخونه ذکر کېدای شي، لومړی په لیکوالۍ او شاعرۍ وروسته به یې په ګډو ځانګړتیاوو خبرې وکړو. د ښې لیکوالۍ لپاره اړینه ده، چې ځینې سختۍ په ځان ومنو؛ تر څو رانه ښه لیکوال جوړ شي. د ښه لیکوال کېدو لپاره اړین شرط دا دی، هر هغه کار چې تر سره کوو یې مینه ورسره پکار ده، که له کوم کار سره مو مینه نه وي، ښه ده چې هغه کار تر سره نه کړئ. او نوي لیکوالان دې له ځانه دا پوښتنه وکړي چې لیکوالي ورته له بل کار نه مهمه ده؟ که ځواب مو مثبت وي، دې لیکوال شخصیت یاست.

امریکایي مشهور لیکوال ویلیم فاکنر وایي: الهام دری سرچینې لري، لومړی یې کار دی، بله یې کار دی او درېیمه یې هم کار دی. هغه څوک چې الهام ته په تمه کېني پرمختګ ورته سخت دی.

له لیکوالۍ سره د مینې لرلو او د لیکوالۍ له احساساتو وروسته علمي هڅه او خواري پکار ده، له لیکوالۍ سره ډېره مینه به مو غوره لیکوال کړي، لیکوالي په عمومي توګه په درېیو شیانو کې ده: تجربه، مشاهده او مطالعه دغه دری د لیکوالۍ لپاره سرچینې دي.

دا نه چې ته به خپلې تجربې کټ مټ را اخلې دا لیکوالي نه ده، بلکې لیکوالی دا ده چې په خپلو تجربو فکر وکړې د خپلو تجربو ژورو ته ورکوز شې؛ هغه تحلیل کړې او ولیکې. تجربه وکړئ له هر څه یوه دقیقه پایله واخلئ او هره تجربه په فکر کوئ هر څه ته فکر کوئ څو مو پر تجربو یو څه ورزیات شي، نو اوس به پدې اړه ووایو چې دا دری واړه په فکر سره یو ځای کېږي نو دې پایلې ته رسېږو چې د لیکوالۍ سرچینه فردي فکر دی. د ښې لیکوالۍ لپاره اړینه ده، چې ډېره مطالعه وکړو، که چېرې له چینې څخه اوبه را راوانې وي طبیعي خبره ده؛ چې ویاله به لمده وي، خو که چېرې په ویاله د چینې اوبه بندې شي معمولي ده چې ویاله وچېږي. همداسې که د لیکوالۍ لپاره مطالعه ونه کړو طبیعي ده چې الفاظ، تفکر او استدلال رانه تښتي. چې دا د لیکوالۍ لپاره ضروري او اساسي ستنې دي.

لیکوال ته پکار ده؛ چې نور مطالعه کړي تر څه ښه لیکوال شي او د مطالعې تر کچې دا هم اړین ټکي دي، د ښې لیکوالۍ لپاره ډېرې نورې لارې چارې هم شته، چې دلته یې په لنډه توګه یادونه کول غواړم. د ښې لیکوالۍ لپاره اړینه ده، چې خپله وېره کابو کړئ. که لیکوال خپله وېره کابو نه کړي؛ له هغه د ښې لیکوالۍ تمه نه شي کېدای.

طبیعي زړوتوب د لیکوال لپاره ډېر ارزښتناک دي په داسې زاویه کې زړورتوب چې د ټولنې، ځان او ادب خیر پکې نغښتی وي. د شاعر او لیکوال دا وېره هغه وخت له منځه تللی شي، چې انکار وکړي او په خپلو لیکنو کې هغه څه نقد کړي چې ناسم دي. پکار نه ده، چې په پټو سترګو یې رد کړي بلکې د منطقي استدلال پر وړاندې کولو به یې نقدوي او بدیل به یې راوړي ښه لیکوالان هغه دي، چې د خپلې خبرې د اثبات لپاره منطقي دلایل وړاندې کړي او ټولنې ته یې بدیل راوړي. که چېرې بدیل ونه لرو، نو تشه رامنځته کېږي چې تشه بیا له نقد څخه ډېره لویه ستونزه رامنځته کولای شي.

ښه لیکوالي هغه ده، چې زړو موضوعاتو ته پکې له نوې زاویې وکتل شي او په ټولنه کې موجود فرهنګونه په بشپړه توګه ونه مني، بلکې لیکوال ته پکار ده چې په ټولنه کې په موجودو فرهنګونو باندې له سره غور وکړي نیمګړتیاوې او ښېګڼې یې بیان کړي. که زړو موضوعاتو ته له نوې زاویې وکتل شي، هم به مو نوښت کړئ وي او هم به مو د لیکلو لپاره نوې موضوع پیدا کړې وي. ډېر لیکوال دا پوښتنه کوي چې که په ټولنه کې په موجودو فرهنګونو نقد وکړي، د ټولنې له غبرګون سره به مخ شي. نوښت، ښه لیکوالي او د ژوند هېڅ چاره لدې پرته امکان نه لري تر هغې چې پر ځان باور او داسې نا معقولې وېرې کابو نه کړو.

لیکوال په ټولنه کې ډېر پرمختګ هله کولای شي، چې د ځان لپاره د نقد بېلابېل موضوعات پیدا کړي هغه چا باندې ډېرې نیوکې کېږي چې هم یې قلم او فکر یو څه ولري. د ښه لیکوال ځانګړنه دا ده، چې د خپل مخاطب د پوهې په اساس لیکل کوي او خپل مخاطب په نظر کې نیسي که چېرې د ښوونځي د زده کوونکو لپاره لیکل کوي نو پکار ده، چې د هغوی د پوهې برابر لیکل وکړي او که پوهان یې مخاطب وي نو اړینه ده، چې د هغوی د زده کړې، فکر او علمیت په اساس لیکل وکړي.

استاد ښکلی وایي: په لیکوالۍ کې په درېیو شیانو کې دقت پکار دی، لومړی ژبه دویم فکر او درېیم د معلوماتو په برخه کې دقت پکار دی. که لیکوال خپلې ژبې ته ځیر نه شي او بې دقته یې وکاروي مانیزې ستونزې پیدا کولای شي په ادب کې دقت یوزاې د مانا له پلوه مهم نه دی د اغېز له پلوه هم ارزښتمند دی، د دقیقې ژبې د کارونې لپاره راته پکار دي چې د مانا او اغېز له پلوه د خپلو جملو مهم توکونه ځانته معلوم کړو او بیا په بدیل فکر وکړو چې ښایي بل مورفیم، کلمه یا جمله یې دقیق بدیل وي.

دویم د فکر دقت دی، ښه لیکوال هغه دی چې پر خپل فکر د فکر کولو وړتیا ولري کوم فکر چې وړاندې کوو هغه په خپل ذهن کې ښه وتلو تیارو اړخونو ته یې ځیر شو ښه ژور ورپسې لاړ شو او هغه اړخونه یې وسپړو چې مخکې ورته چا پام ور اوښتی نه وي. که د خپلې لیکنې مفکوره مخکې له مخکې مو مشخصه کړي او منجسمه کړي نه وي له څو ستونزو سره مخ کېدای شي د لیکنې موضوع او پیغام به دې مبهم وي او کله چې په لیکنه کې فکري ابهام پیدا شي لوستونکي ته نه فکر ورکولای شي او نه یې اغېزمنولای شي. داسې یې که استدلال ته ځیر نه شې د لوستونکي زړه د پر خبرو اوبه نه څښي.

درېیم د معلوماتو دقت دی؛ په لیکنه کې له معلوماتو نه د استدلال لپاره استفاده کېږي لیکوال چې معلومات راټولوي ورته ځېر دې وي چې په کې تېروتنه ونه کړي د تېروتنې په صورت کې د لوستونکي باور کمېږي او دده استدلال هم ورسره کمزوری کېږي.

د ښه لیکوال بله ځانګړنه دا ده، چې په جزییاتو لیکل کوي مانا دا چې له کلیاتو څخه یې ډېر پام جزییاتو ته وي. که جزییاتو ته پام وشي نو نوښت به رامنځته شي؛ که له کلیاتو راووځو نو نوښت کولای شو، لیکوال باید جزییاتو ته پام وکړي باید ډېرې کوچنۍ پېښې په نظر کې ونیسي چې هم نوښت رامنځته شي او هم یې ژبې ته ګټه ورسېږي. که لیکوالي په جزییاتو وشي نو په نوي لوري مو مثبت ګام اخیستی دی، او علم د کلیاتو درک نه دی د جزییاتو درک دی.

د احساساسو او تخییل په اساس د فکر وړاندې کول شاعري ده، شاعري هم د لیکوالۍ په شان د ټولنې د خلکو په اصلاح کې مرسته کوي او د شاعرۍ لپاره هر شاعر خپل استدلال لري چې د څه لپاره شاعري کوي؛ شاعري خپل تخییلي احساس په موزونو الفاظو وړاندې کول دي. که د ژوند هره برخه چې ښه او بد لري؛ همداسې شاعري ښه او بد لري.

ځینې په دې نظر دي چې شاعري خو له الهام سرچینه اخلي ضرور ده، چې الهام به ښه وي، خو داسې نه شاعري د احساساتو او تفکر څخه رامنځته کېږي که احساسات او تفکر سره یو ځای کړو شعر به ولیکو. د ښې شاعرۍ لپاره اړینه ده؛ چې نور شاعران ولولو، د هر مسرې په الفاظو یې فکر وکړو تر څو ښه شاعري وکړو.

ځینې دا خبره کوي، چې که نور شاعران ولولې د هغوی په شان شاعر او ترې اغېزمن به شي. خو استاد ښکلی د اغېز په اړه وایي، چې هېڅ هم له اغېز پرته شوني نه دي په هر څه کې اغېز شته خو اغېز باید ارادي وي. او داسې اغېز باید په ځان کې له نورو څخه رامنځته کړو چې په ټولنه کې وچلېږي او مخینه ولري. که اغېز نا ارادي وي نو امکان لري؛ د بل ادب داسې شاعرانه کلمې او ترکیبونه را دننه کړو چې زموږ له ژبې او ټولنې سره به نه پیوسته کېږي بلکې خپل هنري دود به مات کړو او د خپلې ژبې څېره به ور ورانه کړو

ځینې کسان د سبک خبره کوي هر څوک د یوه سبک درلودنکي دي خو ځینې د یو چا له سبک او ځینې د بل چا له سبک څخه متاثیره وي. نوی سبک هله جوړېدلی شي، چې موږ د نورو لیکوالو او شاعرانو اثار ولولو لدې ګډو لوستلو څخه موږ کولای شو نوی سبک او حتی یو نوي مکتب ته لاره هواره کړو.

عموما موږ په پښتو کې دری ډوله شاعري لرو، لومړی هغه شاعري ده، چې شعر یې یوازې فکر دی، احساسات او تخییل ورسره دومره مل نه وي، خو دویمه ډول هغه شاعري ده، چې د فکر تله یې سپکه ده؛ چې ډېره برخه یې احساساتو نیولې ده، چې دا بیا وچ احساسات دي چې دې شاعري ته هم ښه شاعري نه شو ویلی او درېیم ډول شاعري هغه شاعري ده چې احساسات، تخییل او تفکر یې سره ګډ کړي وي چې دا شاعري بیا غوره شاعري ده. او که دا دری واړه سره یو ځای شي ښه موزون الفاظ ترې جوړېدلی شي. هغه شاعري چې د تفکر او احساساتو په اساس ولاړه وي؛ هم ډېر لوستونکي لري ټولنې او ژبې ته یې هم ګټه رسېدلی شي. دا شاعري پاتې کېدونکې شاعري ده. لکه څنګه مو چې د لیکوال په اړه وویل چې لیکوال ته بویه چې زړو موضوعاتو ته له نورې زاویې وګوري او همداسې شاعر ته هم پکار ده، چې ځان له زړو تشبې ګانو او استعارو راوباسي او هر څه ته له نوې زاويې وګوري نوې استعارې او تشبې ګانې وکاروي تر څو ټولنې او ژبې ته پرمختګ ورکړی شي او دا به په ژبه او شاعرۍ کې نوښت هم رامنځته کړي.

لوی شاعر هغه دی؛ چې له شاعرۍ سره یې د کلمو ظاهري ښکلا مله وي. یوازې د تفکر او ظاهري کلمو د ښکلا شاعري ښه شاعري نه ده، ښه شاعر هغه دی؛ چې دواړو شیانو ته پام وکړي او دواړه برخې په نظر کې ونیسي.

چې هم شاعري او هم ژبه پیاورې کړئ شي. د شاعرۍ او لیکوالۍ سره نږدې اړیکه ده، له یو بل څخه نه بېلدونکي دي، که لیکوال شاعرانه ذوق ولري، نو د الفاظو له کمښت سره به نه مخ کېږي او د خپلې خبرې د کلمو لپاره به د شاعرانه استعارو او تشبې ګانو څخه په ګټې اخیستنې به یې ژبه خوږه او روانه وي. که شاعر د لیکوالۍ ذوق ولري فکر به یې پوخ وي او د استدلال د نه رامنځته کېدو له ستونزې سره به هم نه مخ کېږي او شاعري به یې په استدلال او منطق ولاړه وي. چې د غوره شاعرۍ یوه ښه بېلګه کېدی شي.

ټولنه له شاعر نه په خپلو الفاظو کې داسې خبرې غواړي چې د ټولنې وګړو ته ګټوې تمامې شي او هم د ټولنې په پرمختګ کې اغېز ولري د ټولنې د اصلاح لپاره یې مثبت ګام اخیستی وي. خو شاعر او لیکوال د ټولنې له ډاډ پرته د هېڅ څه غوښتونکي هم نه دي. د ټولنې وګړو ته پکار ده، چې شاعران او لیکوال وهڅوي؛ په لیکنو یې باور وکړي او هڅه یې مثبت کار وګڼي نو هله به شاعر پنځکر هم شي او د نوښت تمه هم ترې کېدی شي. همدا ده چې هم به نوښت رامنځته شي او هم به ژبې ته مثبت کار شوی وي. که چېرې شاعر او لیکوال څخه د ډاډ او هڅونې ځواک هم واخلو نو نه شو کولای چې نوښت وکړي او یا ژبې ته خدمت وکړي. هغه پنځګر ته چې خپل کار ورته کمزوری ښکاري د نا ارامۍ کچه یې زیاتېږي او د پرمختګ مخه یې نیسي. شاعر او لیکوال ددې لپاره هم هڅه کوي، چې څوک یې وستایي خو که داسې ونه شي زړه یې ماتېږي د شاعرۍ او لیکوالۍ مخه یې نیسي او چینه یې وچېږي.

ترتیب کوونکی: شبیراحمد سلیمي

اخځلیکونه:

  1. ښکلی، اجمل. ۱۳۹۴. ادبي زاويې: علمي خپرندویه ټولنه
  2. ښکلی، اجمل. ۱۳۹۳. څو انتخابه: مومند خپرندویه ټولنه
  3. غضنفر، اسدالله. ۱۳۹۳، جادوګر هنر: مومند خپرندویه ټولنه
  4. زغم، احمدشاه، ۱۳۹۴، معاصره لیکوالي: ملي تحریک