لیکوالي او یواځيتوب

لیکنه: محمدقسیم ځیر

لیکوالي څه ده او څرنګه ښه لیکوالېدای شو ډیر مښل شوي او مبتذل عنوانونه دي مګر نوې خبره دا ده چې ولې لیکوالېږو؟

که ځواب یې د مولانا قیام الدین خادم خبره وي چې پښتانه لیکوالي له شاعرۍ پيلوي، له دې لارې فرهنګي او ادبي څیرو سره بلدېږي او په تدریجي ډول یې نظم په نثر اوړي خو په نوره نړۍ کې داسې نه ده.

لویدیځ کې چې لیکل او لوستل زمونږ په پرتله ډیر دود دی، موضوع لږه ډیره واضحه ده.

تاسې به ډیر ځله د نوموتو لیکوالو مرکې اورېدلي وي چې ډیری وایې د ټولنې نارواو، محرومیتونو ،چغو او زږېرو قلم ګوتو کې راکړ. د ځينو ځواب دا وي چې ډیره مطالعه به مې کوله او له ماشومتوبه مې کتاب ملګری و، د لوبو پر وخت او ان په غوړېدلي دسترخوان به مې هم کتاب له لاس نه لویده.

د فکر خبره دا ده چې څنګه یو لس کلن هلک یا دیارلس کلنه جلۍ د دې پرځای چې لوبې وکړي، د نورو ماشومانو سره کښېني پاڅي، لیک کوي.

د دې ټولو چارو شاته یو عامل شته چې یواځیتوب نومېږي. زمونږ فرهنګ چې لا تروسه له جګړو، نالوستۍ او نورو ټولنیزو پدیدو نه دی راوتلی د اندویدولیزم مفهومونه راته نوي بریښي.

تنهایي یوه روحي پدیده ده چې د خلکو سره او له خلکو لرې د اړیکو او مینې له کمښته زېږي. په دوه ډوله ده چې یو یې منفي یواځیتوب هغه چې له ‌ذهني ستړتیا نه زېږي او روحي ستونځه هم ده او بل یې مثب یواځيتوب یا جوړونکې تنهایي ده چې په قصدي توګه منځ ته راوړل کیږي. دا ډول ځان ته والی د تفکر او تخیل د څښتنانو له سترو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.

پیغمبرانو، عارفانو او پوهانو تل د مثبت یواځيتوب کوښښ کړی دی. نامتو ایرانی عالم علي شریعتي وایي چې د خدای په ټول نعمتونو کې مې یواځیتوب غوره کړی دی.

په اسلامي متونو کې یواځېوالي ته خلوت، تجرید او مهجوریت هم ویل شوی دی .

نبوغ تل د نیمګرتیا سره مل دی . هنر چې د عبقریت یو شکلی د ی له شک پرته د هنرمن د کمۍ او کاستۍ درلودونکی دی. مشهورو هنرمندانو تل روحي اضطراب، رواني اختلالات او د سټرس ناروغۍ لرلي دي چې تنهایي د یادو درې واړه ناروغیو سیمتوم او نښه ده.

د لیکوالۍ په ښه کېدو او د یو اثر په کلاسیک والي کې د لیکونکي مثبت یواځيتوب ډير اغېزمن عنصر دی خو د لیکوال جوړېدو پیل اکثره د منفي تنهایۍ نه کیږي.

هنر د تنګسیا زېږنده ده. د نړیوال اثر دون کیشوت اسپانیايي لیکوال سروانتس دومره بې وزله وه چې د جامو اخیستلو لپاره یې هم پیسې پورکړې وې.

سروانتس د غریبۍ او تنهايي اندازه له دون کیشوت اثره ښه لګېدای شي. د روسي لیکوال چخوف د ماشومتوب سخت او له کړاونو ډک ژوند دی د ښوونځي په دوره کې لیکوال کړ.

د اناکارنینا اثر د ویکتور هوګو د بې وزلان کتاب په خپله د یوې ژورې تنهايي نه غږېږي.

د کورنۍ ناوړه رواني حالت، د کمترۍ احساس لیکوال مجبور کړي چې سپينو پاڼو ته پناه یوسي او د خپل زړه خبرې یا هغه څه چې په ده تیر شوي د کرکټرونو له لارې خلکو ته څرګند کړي. لیکواله سټیفني کیلین لیکي چې ډیری کرکټرونه زما د خپل ژوند ایېنه ده، د هغوئ ویره، مینه ، تراژيدي زما له ژونده نه بيلېږي.

د جاپاني لیکوال هاروکي موراکامي ټول اثار د تنهايي او له ځانه د پردي کیدو ډيرې مشهورې بیلګې دي.

ارواپوهنه وایي چې انسان دوه ځانه لري یو هغه چې دی په خپله دی او بل هغه چې ټولنې ورکړی دی.

یواځې شوی انسان په لیکوالېدو سره د همدې دوه ځانتوب سره یا مبارزه کوي او یا له دې دوه ځانونو یو د بیل او مستقل نفر په توګه ملګری کوي چې فلسفه دې له ځانه پردي کېدنې ته الیناسیون وايي. لیکوال د قلم سره محاروه مخ ته وړي او په دې ډول د زړه خبرې راوباسي.

په کیسه کې دې ډول خبرو ته مونولوګ وایي.

تکړه لیکونکی جورج راوول لیکي چې ماسره مې مور هغسې مینه نه کوله چې باید یو مور کړې وای نو له یواځيتوبه د تېښتې په پار به مې لیک کاوه.

د دویمې نړیوالې جګړې په وتلي اثر د انه فرانک خاطرو کې لولو چې ملګري یې نه لرل او د تنهایي نه د خلاصون لپاره کتابچه ملګرې کوي. انه له خپلې کتابچې سره دومره نژدې کیږي چې نوم هم پرې ږدي او په ګرانې کیټي ورته خطاب کوي. دا کیټي په حقیقت کې د انې پردی شوی ځان دی.

د شلمې پېړۍ ښه ناول لیکوونکی اګوست سترندبیري دیارلس کلن و چې موریې مړه شوه، پلار یې بل واده وکړ، د میرې او ناسکه ورونود وهلو له ډاره اګوست تنها شوی و او په لیکلو کې به خپل ځان مونده.

د سويډن د شاه دریم ګوستاو کیسه ډيره په زړه پورې ده.

د ګوستاو مور په سیاست او ریاست کې ډیره مصروفه وه چې زوئ ته یې لازمه پاملرنه نه شوای کولای. شهزاده د نورو ماشومانو سره د لوبو کولو اجازت هم نه درلود. ددې لپاره چې د یواځيتوب له عذابه ځان وژغوري په لس کلنۍ کې نمایشنامې لیکل پیلوي.

نوبل ګټونکې کاناډایي لیکواله الیس مونرو لیکي چې نوره لیکوالي پرېږدم ځکه چې عمر مې ډير شوی دی او په دې عمر کې نور نه غواړم چې یواځې و اوسم.

مصری مفکر او د ځواکمن قلم خاوند مصطفی محمود به په یوې لوې کوټې کې اوسېده چې له کتابونو به ډکه وه او یو کټ په کې پروت و. دی به تل ځان ته و او زیاتره وخت به یې په همدې کوټې کې تېرېده.

د رحمان بابا او خوشال خان بابا په دیوانونو کې د یواځیتوب ډیر دروند اثر پروت دی او په دې اړه بلا بیتونه لري. لیکوالي له تنهايۍ پیلېږي او په تنهايۍ پای مومي.

لومړی ټولنه لیکوال یواځې کوي خو یوه مرحله راشي چې نور خلک غواړي دی راخپل کړي او دا هغه وخت وي چې لیکوال یو ځای ته رسېدلای وي مګر بیا لیکوال ته ستونځمنه شي چې د خلکو سره و اوسږي.

د مورخانو(مورخینو) څېړونکو او سیاستوالو بر خلاف د لیکوالۍ هغه ډول چې لیکوالي د هدف په توګه پر مخ وړي او د پيغام رسونې پرځای لیکل د ځان موندنې او ثابتونې هڅه ګڼي تل یواځې شوي او یواځې کړای شوي دي.

که زمونږ په ادبي تذکره لیکنو او ادبي تاریخ کې د لیکوال د قوم او سیمې سره سره د ارواپوهنې او انسان پېژندې په رڼا کې څېړنې وشي نو ډير نوي او ګټور څه به مو ترلاسه کړي اوسي.