لیک ښودنه

ليکوال: محمد ظاهر خان حق پرست

په هره ژبه کښې له لېک دود څخه وروسته دليک ښودنې خبره منځ ته راځی . معنا دا چې څه رنګه لېکنه وکړو * کوم ډول ليکل ښه دي ؟ او مونږ کوم ډول ليکنی ته ښه ليکنه ويلای شو؟ لېک ښودنه په اصطلاح کښې د خپلی پوهی په قوت خپل فکر په ښو الفاظو او عباراتو څرګندولو ته لېک ښود وايي . که څه هم په لېک ښودنه کې هر راز لېکنه راتلای شي نوی خيال وي او که زوړ خو چې دبيانولو ډول يې خوندور او په زړۀ پورې وي خو په يوه لېکنه باېد دوه مهم اړخونه په نظر کښې ونيول شي .

لومړی : معنوی اړخ                دوهم : لفظی اړخ

په معنوی اړخ کښې فکر ، خيال ، معنی او مقصد شامليږي او په لفظی اړخ کښې تورې ، کلمې، عبارت او جملې راځی . نو دادی مونږ په وروسته کرښو کښې دغه دواړه خواوې څېړو.دغسی لېکوال هم توری ، لغتونه محاورې او اصطلا وې  سره يو ځای کوي او په پوره ذوق او سليقه ورڅخه جملې تياروي. همدارنګه سخت او شډل لغت په راوړلو سره عبارت او سبک بې خونده کېږي .

دلغاتو زيږوالی او ناآشنائی دفصاحت او خوږوالې دښمنان دي نو ځکه دليک ډول دښه والی لومړی شرط دښو الفاظو او لغاتو پيداکول دي . ګرامري غلتي هم يوه ليکنه بې خونده کوي او دبلاغت له دايرې څخه يې وباسي نو ځکه دژبې دقاعدو او لارو پيژندنه هم يوه ضروری خبره ده دغه شان رښتينی ذوق او ښه سليقه هم دليک ښودنی په لاره ښه مرسته کولا ی شي .

دښې او پخې ليکنې دپاره يوه ژوره علمی مطالعه ، دپخو ليکوالو دکتابونو کتنه ، ژور فکر او پوخ نظر پکار دی که چېري په لومړی سر کښې دموضوع په خوښونه کښی ښه غور وشي ، دمقصد او مطلب ټکی په دماغ کښې راغونډ کړی شي او بيا ورته کلمو او تورو په ښائسته چوکاټ کښې ځای ورکړل شي نو خامخا به يوه ښه ليکنه منځ ته راشی . منظور دا چې ښه ليکنه هغه ده چی د ژبې له خپل چوکاټ او رنګ څخه ونه وځی . که چيرې مونږ په خپلو ليکنو کښې دپښتو ژبې له اصلي چوکاټ څخه سرغړونه ونه کړو او دمحاورې او خبرو اترو لمن پرې نږدو نو مونږ به دليک دښه والي دپاره پوره خدمت کړی وي. پدې کښې شک نسته چې دپخوانو غښتلو ليکوالو سبکونه پاخه او خواږه دي مګر دنويو او کوچنيو ليکونو سبکونه پيکه او بې خونده وي . ديوې ژبې ليک ډول همېشه ددغسې کسانو په لاس خرابېږي او په ژبه کښې بې مزې عبارتونه شډل لغتونه راننوځي. داځکه چې دوی دښه او ناښه ، خوږ او ناخوږ توپير نشي کولائ ، داولس هدفونه په پام کې نه نېسي، ذوق يې بې باوره وي، دژبې له اصلې قاعدو څخه ناخبره وي ، دپښتو له پخوانيو ادبې کتابونو سره نا آشنا وي او دپخوانيو استادانو په اند پسې سر نه ګرزوي نو دغسې کسان چې څه ليکی هغه به هرو مرو بې مزې ، بې خونده او دپښتو له خپل رنګ څخه ډېر لرې وي. نو ځکه خان عبد الصمد خان اڅکزي همدغسې لېکوالا نو ته وايې: څه چې تاسی ليکۍ پښتو نده. ددې خبرې يو علت دليکونکو تن آسانې ، بې پروايې او بې دردې ده او بل سبب يې دپوهې اومطالعې کمزوري او د معلوماتو نېمګړتيا ده. کچېری نوی ليکونکی دغه دواړه کمزورۍ له ځانه لرې نه کړی ، او پښتو ته ديو مسلک په سترګو وګوری او ديو امانت په توګه يې وروزي نو هغه وخت کيدای شي چی پښتو ليک ډول له خرابي او ګډوډۍ څخه بچ پاتې شي او خپل خوږ رنګ او ښايسته بڼه کښې دودې او ترقۍ لوړی څوکې ته وخېځي ، ددې هدف دپوره کولو لپاره غواړو چې دښې ليکنې او خوږ ليک په لياره کښې خپله څېړنه ګرانو ليکوالو ته وړاندې کړو ترڅو ددوی دلارې بوميا او مليا شي .

(الف) ديو مضمون دليکلو لومړی دموضوع او مطلب خوښول او غوره کول دي . کچيرې ديوه مضمون په شاوخوا کښې سړی غور او فکر ونه کړي نو بيا دهغو دپاره ښه کالب او چوکاټ پيداکول ګران دی بې فکره يو مضمون ليکل داسې مثال لري لکه چی يو سړی په سيند کښې بې ګودره ګډيږي.

(ب): دموضوع له خوښولو نه وروسته پکاردي چې په ټاکلې موضوع کښې پوره معلومات راغونډ کړی شي او له باوري ماخذونو څخه مواد راټول کړئ شي ځکه چې بې له باورې معلوماتو او کافی موادو څخه يومضمون ليکل هسې په وچه ځمکه باندې لامبو وهل دي .

(ج): يو ليکوال خپل مضمون بايد پداسې ډول او رنګ شروع کړي چی له يوې خوانه په لوستونکي دمضمون دلوستلو شوق او تنده واچوي او له بله طرفه پکښې په کنايې ډول د مقصد او مطلب پلوشې وځلوي يعنې پکار ده چې مقدمه د مطلب سره ښه ارتباط او مناسبت ولری.

(د): دمضمون تادو او تمهيد بايد ډېر پوخ معقول او زړۀ راښکونکی وي.

(ذ): يو مضمون بايد د سيند پشان هوار لاړشي او ورو ورو دمضمون ژور تل ته ځان ورسوي د سيلاب اوبو په څير يوه شيبه غورزنګ وهل او بيا پريوتل او ټيټېدل ديوه ليکوال د کمزورۍ نښه ده.

(ر) دخپل مطلب دثابتولو دپاره له تاريخې ، منطقي او فلسفي دليلونو څخه کار اخيستل پکار دي ښايې چې هر استدلال دعقل ، منطق ، تجربې، طبيعت او فطرت په پخو ستنو کلک ولاړ وي . دجذبې ، احساس او تخيل په بنياد باندې ديو مضمون دماڼۍ درول د اومتوب او کمزورۍ نښه ده.

(ز): دپښتون ليکوال فکر،مقصد، تخيل هرڅه پښتني وي.

(س): ديو پاخه ليکوال دپاره دخپلې ژبې ادبې خپلواکې ساتل ډيرضروري خبره ده. هره ژبه ځانته خپل سوچه تعبيرونه لري. نو ښايې چې دغه خپل رنګ بڼه او جوړښت په ډېر غور وساتي اود نورو ژبو ترجغ لا ندې رانه وستلی شي.

(ش) : په ښه شان او ښه تعبير له خپل مضمون څخه يو نتيجه اخيستل او په ادبی رنګ کښې دمضمون بس کول دښې ليکنې او پوخ ليک ډول غوره صفت دی.

(ص): په يوه ليکنه کښې دمعنوي ارتباط او تړون خيال ساتل ډير غوره کار دی .

(ض): په يوه ليکنه کښې درانه ،خواږه او تللی الفاظ استعمالول دليک دښه والی لوپه نښه ده .

 

( ط): دهر علم خپل خاص اصطلاحات په خپل خپل ځای راوړل پکار دي. مثلاً: علت په منطق کښې دسبب په معنی او په صرف کښې دنقص په معنی دی نو ځکه يې د استعمال دځای پېژندل ضرور دي.

(ظ) : دمفرد په ځای دجمع ضمېر راوړل دپښتو له خپل اصلی روح څخه مخالف کاردی. مثلاً د(( زه وايم )) پر ځای (( مونږ وايو)) ښه تعبېر نه دی دغه شان د (( دی )) په ځای دجمع ضمېر (( دوی )) راوړل هم يو ناوړه استعمال دی. ډير کسان داکار ددرناوي په نيت کوی مګر د ژبې له قاموس اوچوکاټ څخه وځي او يوه لويه اشتباه کوي. مثلاً که وويل شي چی (( دوی تشريف راوړی وو )) نو دا سودا پيدا کيږي چه يو سړی وو که ډير ؟ .

(ع): په يوه جمله يا عبارت کښې ديوې کلمې يا يوه لفظ تکرارول او بيا بيا راوړل ښه صفت نه دی. دغه شان او اداتو تکرار هم عبارت بې خونده کوي.

(غ): دکلمو په خوښولو او راوړلو کښې ادبې لهجې ته زيات اهميت ورکول پکار دي لکه اخيستل چې ځينی خلک يي اغستل بولی .

(ف): په عمومي لهجه باندی محلي لهجه غوره ګڼل هم ښه خبره نده.

(ق): سپک ، بازاری او بې نزاکته الفاظ راوړل دليکوالۍ د کمزورۍ نښه ده مثلاً که څوک د (( خوړلو)) پر ځای د (( نغرلو)) کلمه راوړي نو دابه يو خوندور او مناسب تعبېر نه وي. همدغه شان بي ځايه د (( لوچک او سرکوزی)) کلمې راوړل هم درنې او مناسبې کلمې نه برېښي.

(ک):هر ليکونکی ته بايد د کلمو لغوي، اصطلاحي ، حقېقي او مجازي معناګانې معلومي وي. او دهرې سېمي دخلکو له اصطلاح ګانو سره پوره بلد وي.

(ل): درنې ، ناآشنا، زيږي او شډلې کلمې راوړل هم ديو ليکوال په کمزورۍ او بې ذوقۍ باندې دلا لت کوي.

(م): ترڅو چې په يوه ژبه کښې خپله کلمه موجوده وي بايد چې دبلې ژبې کلمې استعمال نشي. مثلاً د(( ژوند پرځای حيات )) د (( ترکاڼ پر ځای نجار )) د (( برخې پر ځای سهم )) او د (( دروند پر ځای سنګېن)) راوړل ديو ليکوال دبې پروايۍ او بې فکرې نښه ده.

(ن): په ځېنو ځايونو کښې دنورو ژبو الفاظ دپښتو ژبې تر قاعدې لا ندې راوستل. لکه (( عالمانو ، وويل)) ځينی کسان چې دغه (( و )) نه ورکوي نو دژبې له قانون ځنې پښه اړوی.

(و):دځېنو عربی کلمو پر ځای خپلې سوچه پښتوکلمې راوړل پکار دي لکه: د ( مستفيد شي) پر ځای ( فايده واخلی) او د ( تصميم) پر ځای ( ټېنګار) او داسی نور.

(ه) : کوښښ وکړئ چې دپښتو اصلی پښويه ( ګرامر) په لاره برابري جملې جوړی کړئ يعنی که څوک د نارينه دپاره (( دې يا هغې وويل)) استعمال کړي نو د پښتو له سوچه ګرامر سره دښمني کوي بايد چې

(( ده يا هغه وويل)) استعمال کړی شي.

( ء ): جملې بايد لنډې لنډې او دخلکو دمحاورو او خبرو اترو سره سمې وي له محاورې نه ويلې جملې جوړول دپښتو خرابول او دځان بدنامول دي . ډيرې اوږدې جملې جوړول چی مبتدا او خبر په کښې سره ډېر لری وي په پښتو ليکوالۍ کښې يو ستر عيب ګڼل کېږي.

(ی) د يو ليکوال لوی صفت دادی چې ډير مطلب او مقصد په لږو الفاظو او لنډو عبارتونو کښې څرګند کړي. الفاظ زياتول او عبارتونه اوږدول په مضمون باندې دنه حاکميت نښه ده.

(ې) دعطف تورې بايد ډېر لږ استعمال شي تر ډيره حده پوري په معنوی تړون او ارتباط باندې تکيه کول.

(ي) : څرنګه چې پښتانه په هر شي کښې سادګی خوښوي، ددوی ژوند، ناسته ولاړه راشه درشه دا هر څه ساده او بې تکلفه وي نو ځکه ددوې ژبه هم ډير تکلف نه خوښوي کړکيچن عبارت ښه نه ګڼی .

( * ) : د نويو ليکوالو دپاره تر ډيره وخته پورې ديو استاد لارښوونه او بيا دمضمون ليدنه کتنه او سمونه هم ډيره لا زمي ده.

(*): دمضمون دوهم وار کتنه هم دمضمون دسمون او ښه والی سره کومک کوي. دازما دشلو کالو خبره ده که څوک يو مضمون وليکي بيا يې يوه هفته يا يوه مياشت وروسته وګوري نو زياتي غلتي او کمزوری به ورته معلومې شي.

( * ) په پښتو ليکوالۍ کښې دلغاتو دډيروالی او دژبې د ارتوالی ته پام کول پکار دي. يعنی ورو ورو دپخوانو زړو ادبی لغاتو رواجول که څه هم په محاوره کښې نه وي دژبې دادبی پراختيا دپاره يو ستر خدمت ګڼل کيږي مثلاً (( لرغونی)) چې يوه ادبی کلمه ده او په محاوره کښې نشته مګر په ليکلو کښې اوس ډيره راځي .

په پائ کښې وايم چې ښه ليکنه ، سمه ليکنه په تيره دپښتو نثر خوږه ليکنه هغه ده چې صفا ، څرګنده ، ساده ، روانه ، لنډه ، سپيڅلی ، سوچه ، معقوله ، په دليل برابره ، درنه او خوږه وي او دا کار ډېر زيار ، زحمت ، کړاو او پلټنه ، معلومات ، لارښودنه او زياته پام لرنه غواړي. دا کار په سرسري ډول يا هسې په ټوکو ټکالو نه کيږي. په دې باره کښې حميد بابا څومره ښه خبره کړې ده.

څو دوينو ددرياب مرجوڼا نشې

مشرف به ددې در په رڼا نشې