مات وزر/محمد زمان سهیل

هوا سړه وه باران هم نری نری وریده، یخ شمال او د اسمان له وریځو ډک زړه ډیره ورخطا کړې وه، په ډیره بیړه يې وزري خوځولي چې یو لوري ته پنا یوسي، تګ ډیر سخت بریښید ځکه له یوې خوا يې مات وزر او له بلې د هوا ترخښیدل هغه څه وو چې کورته د تلو اجازه يې نه ورکوله.
یوې او بلې خوا ته يې په حیراني سره کتل اوخپل مات وزر يې ځان پسي راښکود،څو ګامه به لا نه وه تلي چې نژدي د ګورګورې له وني لاندې ودریده او ډوبه ډوبه سا يې واخیسته،له دې ځایه تلل ورته په دې شیبو کې ښه نه ښکاریدل خو څه يې کړي وای،ځاله  کې يې واړه واړه بچکې وږی تږی وو او د مور را تلو ته يې شیبي شمیرلي،لمر نه ښکاریده ځکه دغره لمن وه او له بل لوري هم اسمان وریځ وو ،خو ښکاریده چې ورځ خپله ویړه کړي لمن را ټولوي او توره شپه خپل تور څادر د ورځي په وریځجن بدن ورغوړوي.
وارخطایې لا پسي زیاتیده ،له ځنډ وروسته يې خپل په وینو رنګ وزر ته وکتل چې سري وینې تري بهېدلي، ناچاره وه د وړو وړو بچکیو بیواره چغې يې حس کولي چې، دا به ورته دانې وروړي اود وږو خیټي به مړوي،نور يې د صبر جام را ډک شوي وو او فکر يې کوه چې ښکاري به  هم خپلي مخي پسي تلی وي،روانه شوه، په روانیدا سره يې له وزر نه د وینو داري زیاتي شوي خو هغي يې پروا نه ساتله،غوښتل يې چې په شل متري کې هغه د غزه ونې ته چې واړه واړه بچې يې په کې په کریغو سر وو ځان ورسوي،له یوه کمره ښکته کېده او په بل خته کله به په نیمه ورز ولوته خو د الوت ځواک يې کمزوری وو ځکه پر وزر يې د وینو لاري جوړي وي،په خواریو خواریو يې ځان د هغي ونې بیخ ته ورسا وه چې بچکیو يې سرونه ورته له خپلي ځالې را ځوړند کړي وو،سا يې لنډه لنډه کیده د دمې لپاره يې وزر پر ځمکه وه غوړاوه تر څو په کې ځالې ته د الوتو شیمه پېدا شي،خو خبره نه وه چې بچي به يې د ولږي او تندي له امله دمرګ په بیستر ویده شي، د ښکاري تیر به د دې له سیني پوري ووري وزي او دښکاري د سیخ برخه به شي.

لیکوال: محمدزمان سهیل