مادهوري ديکشت د کرن جوهر د وېب سريال لپاره کار پيلوي

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره مادهوري ديکشت د کرنټين پر مهال له خپلې کورنۍ سره يو ځاى وه، خو وخت نا وخت به يې په ټولنيزو رسنيو کې د خپلو مينه والو سره تازه عکسونه او ويډيوګانې هم خپرولې.

په ګرځبندېز کې تر نرمښت وروسته چې يو ځل بيا د فلمونو او سريالونو ثبت پيل شوى دى، مادهوري ديکشت هم د خپل راروان وېب سريال لپاره ثبت پيلوي.

په ٢٠١٩ کال کې مادهوري ديکشت اعلان کړى و، چې د دهرما پروډکشن په راتلونکي وېب سريال کې به مرکزي کردار ولوبوي. د دې وېب سريال ډايريکټر شري راو او پروډيوسر کرن جوهر دى.

مادهوري له کورونا او ګرځبندېز مخکې د دې وېب سريال لپاره کار پيل کړى و، خو اوس به يو ځل بيا د دې سريال لپاره کار پيل کړي او ښايي پنځلس ورځې شيډول په ناسک کې ترسره شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دې وېب سريال ټول ټيم د روانې مياشتې په پاى يا هم په نومبر مياشت کې د کورونا د مخنيوي د احتياطي تدابيرو سره سم ثبت پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې دا د ليکوال او ډايريکټر شري رام لومړنۍ پروژه ده، چې په بالي ووډ کې يې ترسره کوي. هغه له دې مخکې هم له مادهوري ديکشت سره په امريکا کې کار کړى دى.

په هند کې لا هم سينماګانې نه دي پرانيستل شوي او هغه فلمونه چې په سينماګانې کې نندارې ته وړاندې کېدونکي دي، ځنډېدلي دي، بل لور ته په وروستيو کې په انلاين بڼه کارونه ډېر شوي دي او نه يوازې دا چې ځينې د لوى بجټ فلمونه په انلاين بڼه خپاره شو، بلکې وېب سريالونه او وېب فلمونه هم اوس ډېر جوړېږي او په انلاين بڼه خپرېږي، چې نه يوازې دا چې سينماګانو ته اړتيا نه لري بلکې خلکو ته يې کتل هم ډېر اسانه و.

کاپي هنرستان…