مادهوري دیکشت د شګفته علي سره ۵۰۰ زره روپۍ مرسته وکړه

د بالي ووډ فلمونو هغه اداکاره چې مخکې یې ډېرو کامیابو فلمونو کې کار کړی او د نڅا ملکه هم ګڼل کېږي مادهوري دیکشت د هندي سریالونو مشهورې اداکارې شګفته علي سره د ۵۰۰ زره روپیو مرسته وکړه.

 

د دې لپاره اداکاره شګفته علي د هند مشهورې خپرونې (ډانس دیوانی ۳) ته د مېلمنې په توګه غوښتل شوې وه، چې د دې خپرونې داوره مادهوري دیکشت ده.

 

په دغه خپرونه کې د خپرونو ټولو کسانو د شګفته علي ډېر ښه هرکلی وکړ او په خپرونه کې شګفته علي د خپل ژوند تراخه یادونه او له دردونو ډکه کیسه هم شریکه کړه.

 

د شګفته علي د دردونو ډکې کیسې په اورېدو د خپرونې ټول کسان د مادهوري په ګډون ډېر خپه شو او وروسته بیا مادهوري دیکشت له نوموړې سره د ۵۰۰ زره روپیو د مرستې اعلان وکړ.

 

شګفته علي د مادهوري دیکشت ډېره مننه وکړه چې د هغې د مرستې لپاره راوړاندې شوه او وې ویل چې هغه داسې لفظونه نه لري چې د هغې ښه پرې بیان کړي.

 

د یادولو وړ ده چې شګفته علي له څو کلونو راهیسې ناروغي لري او همدا راز د کارونو د نشتوالي له امله هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده.

کاپي…