مادهوري څنګه خپل ځان فيټ ساتي؟

د باليووډ فلمونو مشهوره اداکاره مادهوري ديکشت د خپل فيټنس لپاره ډېر زيار باسي او مينه وال يې حېرانه دي چې په دې عمر کې هم هغه داسې ورزش کوي.

په انسټاګرام کې ٥٣ کلنې مادهوري ديکشت د ورزش يوه ويډيو له مينه والو سره پره کړې ده، چې په دې پاخه عمر کې هم د ځوانانو په څېر ورزش کوي.

مادهوري ديکشت د ويډيو تر څنګ د خپلو خواړه يو عکس هم خپور کړى دى، چې پکې يوازې تازه مېوه او سلات ليدل کېږي، چې د ځان د فيټ ساتلو لپاره همدا خواړه خوري.

د مادهوري ديکشت دا پوسټ چې په انسټاګرام کې يې کړى دى، له درې سوه زرو څخه زياتو کسانو لايک کړى دى او تر زرو زياتو کسانو پرې کمنټونه هم کړي دي.

 

د مادهوري مينه والو په دې عمر کې د داسې ورزش کولو له امله د هغې ستاينه کړې ده او د ځوانانو لپاره يې ايډيل ګرځولې ده، چې بايد ټول خلک د خپل ځان د فيټ ساتلو لپاره ورزش وکړي.

کاپي…