په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمېدل له طالبانو سره د سولې په هوکړه تړاو نلري

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر احتمالي راکمول «اړینه نه ده» چې له طالبانو سره د سولې له هوکړي سره تړاو ولري.

مارک اسپر په لندن کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې تر ګډون مخکې پرون دوشنبه د «ډیسمبر پر ۲مه» له رویټرز خبري اژانس سره مرکې کئ ویلي، چې ممکن په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر د سولې له روانو خبرو سره له تړاو پرته راکم شي.

مارک اسپر زیاته کړې، چې امریکا له څه وخت راپدېخوا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه هم په داخل او هم له ناټو سره خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې:”زه باور لرم، چې موږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو، څو دا ډاډ تر لاسه کړو، چې دغه هېواد نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی او هم له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نه دی متوجه، زموږ شریکانو هم د خپلو سرتېرو ایستل منلي.”