مارک اېسپر: امریکایي ځواکونه به د ترهګرو تر ختمېدو په افغانستان کې پاتې شي

د امریکا دفاع وزیر مایک اېسپر په یوه خبري ناسته کې ویلي دي، تر هغې به یې په افغانستان کې ماموریت روان وي، څو چې په دې هېواد کې یې ترهګر له منځه وړي نه وي.
نوموړی زیاتوي، تر څو چې په افغانستان کې د ترهګرو د زیاتېدو او ژالو جوړېدو اندېښنې شتون ولري او هر وخت چې دوی ډاده شول دغه هېواد نور د ترهګرو امن مرکز نه دی، خپل سرتیري به وباسي.
نوموړي د واشنګټن پوسټ د اسنادو په اړه هم خپلې څرګندونې کړي دي، خو ویلي یې دي چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد ماموریت بریالی دی او ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا دفاع وزارت ویلي و، په دې نږدې راتلونکې کې به له افغانستان څخه امریکایي سرتیري وباسي او یواځې لږ شمېر به یې دلته پاتې شي.
بلخوا د روسیې ملي امنیت سلاکار ویلي و، امریکا نه غواړي له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي او په دې هېواد کې له داعش ډلې څخه ملاتړ کوي.