چهارشنبه , 15 مې 2024

مارک مېلي: امریکا او ملګري هېوادونه به یې د شمالي کوریا هر ګواښ ته ځواب ووایي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي ، شمالي کوریا ډیری وختونه د خپلو شومو اهدافو د پټولو لپاره ګواښونه کوي؛ خو دغه هېواد د دوی تر څار لاندې دی او په هر ډول ګواښ ته یې بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي دي، دوی او ملګري هېوادونه یې د خپلو ګټو د دفاع لپاره چمتو دي او د یاد هېواد پروړاندې هر ډول ګواښ ته د ځواب ورکولو بشپړې وړتیاوې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا څه موده وړاندې امریکا ته خبرداری ورکړی و؛ که چېرې امریکا د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې جدي اقدامات ونکړي، نو دوی ورته د کریسمس لپاره تر ټولو غوره ډالۍ لري.

بلخوا د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر وایي، هڅه کوي چې له یاد هېواد سره بېرته مذاکرات پیل کړي.