دوشنبه , 29 اپریل 2024

ماسک مو له کورونا ویروسو ساتي؟

طبي متخصصان له خلکو غواړي چې د کورونا وایروسو د خپرېدو د وارخطایۍ له کبله د ماسکونو له اخیستلو لاس واخلي خکه چې ماسک څوک له دې ناروغۍ نه شي ساتلی.

د سي این بي سي د راپور له مخې، طبي متخصصانو خلکو ته دا سپارښتنه په داسې وخت کې وکړه چې د کورونا وایروسو له کبله په درسته نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳ زرو واوښت.

دا وایرس لومړی پلا د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې تشخیص شو او تراوسه د دې وایرسو له کبله په سلو کې ۹۰ کسان په همدې ایالت کې مړه شوي دي خو وروستي راپورونه ښيي چې په چین کې دا ناروغي تر ډېره کنټرول شوې ده او د تازه پېښو ډېری په نورو هیوادونو پورې تړاو لري.

له چین وروسته ایران، ایټالیا او جنوبي کوریا کورونا وایروسو زیات ځپلي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) د راپور پر اساس تراوسه پورې د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې د کورونا پېښې ثبت شوي دي.

د کورونا وایرسو له کبله ډېرو خلکو د ماسکونو رانیولو ته مخه کړې او په ډېرو هیوادونو کې ماسکونه نه موندل کېږي خو روغتیايي متخصصان وايي چې ماسک ته اړتیا نشته، ماسک هغه مهال مرسته کوي چې که تاسو زوکام یا بله ساري ناروغي لرئ، د ماسک د استعمالولو له کبله به ستاسو ناروغي نورو ته په اسانه سرایت نه کوي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې لاسونه مو بیا بیا مینځئ. دوی وايي چې په هیڅ صورت خپل لاس خولې، سترګو او په ټول کې مخ ته مه وروړئ.

دوی همداراز وايي، که لاس مو له ناروغ سره ولګېږي، یا داسې چا ته لاس ورکړئ چې په کورونا اخته وي، یا په داسې دروازه یا یې لاستي لاس ولګوئ چې ممکن تر تاسو مخکې په دې وایروسو ککړ کس پرې لاس لګولی وي، تاسو ته دا وایرس سرایت کوي نو لاس په صابون، په تېره بیا ډیټول لرونکي یا الکول لرونکي سابون (صابون) ومینځئ.