ماشومانو ته د ادب د ورزده کولو له پاره دوولس لارې چارې!

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ کله چې له خپل ماشوم سره خبرې کوئ، نو خبرو ته یې غوږ ونیسئ او سترګو ته یې وګورئ .

۲ ـــ د خپل ماشوم کوټې د ورتګ پرمهال دروازه وټکوئ، په ځانګړې توګه کله چې دروازه پورې وي .

۳ ـــ له خپل ماشوم سره په هغه ډول خبرې وکړئ، چې هیله لرئ، هغه په هماغه بڼه له تاسو سره خبرې وکړي .

۴ ـــ ستاسو ماشوم لوبو او تفریح ته اړتیا لري، اړتیا ته یې درنښت وکړئ او یو وخت په پام کې ونیسئ، ترڅو له خپلو ملګرو او دوستانو سره لوبې وکړي .

۵ ـــ خپل ماشوم ته دا حق ورکړئ، چې له تاسو او د کورنۍ له نورو غړو څخه توپیري خوښونې او باورونه ولري .

۶ ـــ د هغه ځانګړو ( خصوصي ) مسایلو ته درنښت ولرئ، کوم لیک چې هغه ته رالېږل شوی دی، مه یې پرانیزئ، ټیلیفوني خبرو ته یې غوږ مه نیسئ او د هغه اړوندو وسایلو څخه د ګټه اخیستنې له پاره، ترې اجازه واخلئ .

۷ ـــ په هغه صورت کې چې ماشوم مو په یوه موضوع کې ښکېل دی، چې ده او نورو ته خطر نه لري، نو په کار کې یې مه ښکېل کېږئ، حتا که موخه مو له هغه سره مرسته کول هم وي، صبر وکړئ، ترڅو په خپله له تاسو څخه د مرستې غوښتنه وکړي .

 

۸ ـــ پرېږدئ، چې ماشوم مو د خپلې تګلارې پرمټ د بېلابېلو موقعیتونو پر وړاندې غبرګون وښیي او له دې بابته، چې د چلند بڼه یې د تاسو د چلند له بڼې سره توپیر لري، مه یې رټئ او ملنډې مه پرې مه وهئ .

۹ ـــ کله چې له خپل ماشوم سره ټوکې کوئ او تخنوئ یې، دا چې وې ویل : نورې ټوکې مه کوه او مه مې تخنوه، پرته له ځنډه خبرو ته یې غوږ ونیسئ، پرته له دې چې څنګ لاري شئ او ملنډې پرې ووهئ، خبره یې ومنئ .

۱۰ ـــ خپل ماشوم ته په هغو نومونو غږ مه کوئ، کوم یې چې نه خوښېږي یا یې د شرمنده ګۍ او خجالت سبب ګرځي یا داسې احساس کوي، چې ستر شوی دی او نور دا لقبونه یې له عمر او سن سره مناسب نه دي .

۱۱ ـــ کله چې کوم څوک له ماشوم څخه پوښتنې کوي، نو اجازه ورکړئ، چې د پوښتنو ځواب په خپله ورکړي او تاسو د هغه پر ځای ځواب مه ورکوئ . د خپلو ماشومانو له خوا خبرې مه کوئ، په ځانګړې توګه، چې خپله حضور ولري .

۱۲ ـــ له خپل هغه آشنا سره د مخامخ کېدو پرمهال، چې د لومړي ځل له پاره ستاسو ماشوم ویني، هغه معرفي کړئ، کله چې یو له خپلو دوستانو سره مخامخ کېږئ او ګورئ چې د زوی لرونکی شوی دی، هرومرو یې له زوی سره ستړي مه شي وکړئ .