ماشومانو ته مو دا ټولنيز آداب ورزده کړئ

لیکنه سیما راتب عدنان

ژباړه م .خ. (ملکزی)

د اولاد اخلاقي روزنه داسلامي تربیې روح ګڼل کیږي، خویواځې دې لوري ته پاملرنه ددې معنا نه ورکوي چې د روزنې نور اړخونه او جوانب دې له پامه وغورځول شي، دا ځکه چې د ماشومانو سالمه روزنه د ژوند ټولو حوزو او اړخونو ته شامله ده، لکه:(۱): بدني روزنه (۲): عقلي روزنه (۳): روحي روزنه (۴) او علمي روزنه.

 

خو نن په ټولنه کې د والدینو ستونزه داده چې دتربيې ټولو اړخونو ته په درنښت سره نه ګوري، او د یوه اړخ په پوره کولوسره اکتفا او بسیاینه کوي او فکر کوي چې ددوي تربیه نوره هیڅ نقیصه او نیمګړتیا نه لري.

 

نو څرګندیږي چې روحي او عبادي اړخونه د اخلاقي اړخ څخه هیڅ کله هم جدا نشي شمیرل کېدلای.

 

په نبوي سیرت کې د اخلاقو معنا او مفهوم د ژوند ټولو حوزو اړخونوته شاملیدلای شي، او دغه نبوي سیرت د مؤمنانو لپاره یوه داسې سپېڅلې لاره ترسیموي چې په پلي کولو سره ئې دوي په ټوله معنا د تکامل پوړ ته رسیږي.

 

که د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) ژوند ته کتنه وکړو نو مومو چې نوموړي د اخلاقو تر ټولو لوړترین معیار درلود، او نن همدې مقام او معیار ته در سیدلو لپاره یواځینۍ لاره د هماغه دستر شخصیت په ښودلې لاره باندی تلل پکار دي، دا ځکه چې لوې پروردګار ئې پخپله د اخلاقو ستاینه کړیده او فرمائلي ئې دي (وانک لعلی خلق عظیم ).[سورة القلم آیت شماره ] ۴

 

پخپله نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) به وړو صحابه کرامو ته دټولنیزو آدابو ښودنه کوله، او د خوراک او څښاک آداب به ئې ورته زده کول، لکه عمروابن ابي سلمة ( رضی الله عنه ) فرمائي : (( کنت غلاما في حجر النبي ( صلی الله علیه وسلم ) وکانت یدي تطيش فی الصفحة، فقال لي رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ): (( یا غلام سم الله، وکل بیمینک وکل مما یلیک))، فما زالت تلک طعمتي بعد) .حدیث صحیح امام البخاري کتاب الاطعمة صفحة (۹۶۰).

 

ترجمه: حضرت عمرو ابن ابي سلمة (رضی الله عنه) فرمائي چې زه هغه مهال چې کوچنۍ وم او دنبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) سره مو یو ځاي ډوډۍ خوړله ، نو زما لاس به د غوري یو خوا بل خوا ته تلو، نو پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) راته وویل: ((اۍ ماشومه! بسم الله ووایه، او په ښي لاس دې خوراک کوه، او له خپل طرف (هغه ځایه چې درته نژدي وي وخوره) حضرت عمروبن ابی سلمة ( رضی الله عنه ) فرمائي چې له دې وروسته تر اوســه پورې زما د خوراک عادت او طریقه همداسې ده.

 

د همدې له کبله داولاد په روزنه کې هر مربي او روزونکې باید تر ټولو لومړی د خپل اولاد اخلاقي روزنې ته پام وکړي، او په راسخه عقیده ئې باید سمبال کړي.

د ماشومانود اخلاقي تکوین او جوړښت لپاره مونږ باید لومړی هغوی ته واجبات او مسؤلیتونه ورپه ګوته کړو، خو تر هر څه دمخه مونږ پخپله باید د دوي لپاره په ښودنه او روزنه کې ښه نمونه او ژوندی تمثیل واوسو.

 

د ماشومانو د ښې توجیه ( لارښودنې ) اوسالمې روزنې لپاره په هغوي کې د مسؤلیت احساس را ژوندي کول هم اړین دي، دا ځکه چې هغه دندې او مسؤلیتونه چې نن ئې ماشومان سرته رسوي، په حقیقت کې دوي ته معنوي زینت او ښکلا وربښي، لکه ریښتینولي، امانت، دنورو توقیر او درناوې او همداراز حیاء …

 

دا ټول یاد ادبونه او خصلتونه ستاسې د ماشومانومکانت او انساني مقام لوړوي، او په دې توګه سره به وکولای شو چې خپل اولاد داسې را ستر کړو چې د ژونددهماغه لومړیوشپو ورځو څخه به د نوروحقوقو ته په درنه سترګه ګوري.

ماشومانو ته د نبوي اخلاقو او آدابو څو بیلګې :

 

(۱):د والدینو احترام او درناوی :

لوې څښتن تعالی په دې اړه داسې مهرباني کوي: [ وقضی ربک ان لا تعبدوا الا ایاه وبالوالدین احسانا، اما یبلغن عندک الکبر احدهما او کلاهما فلا تقل لهما اف ولا تنهرهما وقل لهما قولا کریما، و خفض لهما جناح الذل من الرحمة وقل رب ارحمهما کما ربیاني صغیرا] .سورة الاسراء آیة ۲۳ او ۲۴ .

 

ترجمه: او ستا پروردګار پریکړه وکړه چې د هغه پرته دبل چا عبادت مه کوئ، او له مور اوپلار سره نیکي وکړئ ـــ که ستاسې سره یو له دوي یا دواړه د زړښت مرحلې ته ورسیږي، نو ( حتی) دوي ته د اف کلېمه ( او ناخوښې خبرې) مه کوئ، او له دوي سره نرمې(ښائسته) خبرې وکړئ، او دخپلې مهربانۍ وزرې ددوي پر مخ وغوړوه او ووایه: اۍ لویه پروردګاره! دوي دواړو ته چې زه ئې په وړکتوب کې پاللې یم بخښنه وکړه.

 

شهید سید قطب ( رحمه الله ) ددې مبارک آیت په اړه ( ولاتقل لهما اف ولاتنهرهما) فرمائي چې: دا د سالمې روزنې لومړې پړاو دې چې اولاد باید خپل موراو پلارته په داسې رکیکو الفاظو باندی غږ ونه کړي چې هغوې پرې وزوریږي، زړونه ئی پرې خفه شي، او اهانت او سپکاوی ئې پکې رامنځ ته شي.

دا آیات[ وقل لهما قولا کریما] د لومړني آیات په پرتله لوړ او مثبت پړاو لري، او ددې ښودنه کوي چې د اولاد خبرې د والدینو پر وړاندی د احــــترام او درناوي څخه پرته باید بل څه نه وي.

 

د موراوپلار سره دنیکۍ په اړه په یو حدیث شریف کې داسې راغلي دي: عن عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) قال: سالت النبي (صلی الله علیه وسلم) ـــ: (( ای العمل احب الی الله تعالی)) ؟ قال: ((الصـــــلاة علی وقتها)، قلت ثم ای ؟ قال: (( برالـــوالـــــــدین ))، قلت ثم ای؟ قال: (( الجــــــهاد فی سبیل اللـــــه )). حدیث صحیح، اخرجه البخاري ص ۵۲۷

 

ترجمه: دحضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) څخه روایت دي چې ما له خوږ نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) څخه وپوښتل چې:(( الله (سبحانه وتعالی) ته تر ټولو خوښ عمل کوم یو دی ؟ وې فرماېل:پر خپل وخت کې دلمانځه ترسره کول، بیا مې وپوښتل چې ورپسې کوم ؟ وی فرماېل: د مور اوپلار سره نیکي کول، په دریم ځل مې بیا وپوښتل چې ورپسې کوم؟ وی فرمایل: دالله (جلت عظمته ) په لاره کې جهاد کول )).

 

نو اولاد ته ښائي چې دوالدینو سره د خبرو اترو پرمهال ښکلې کلیمې او زړه راښکونکي جملي استعمال کړي، او له دوي سره ئې خبرې باید دومره نرمې وي چې د هر ډول تندروۍ نه پاکې وي.

 

(۲): د توقیراو درناوي آدب:

داخلاقې ښودنو په لړ کې ویلای شو چې د سالمې کورنۍ د نښو نشانو څخه یوه هم خپل اولاد ته د مشرانواو کشرانود درناوي ښودل دي، ددې خصلت ګټه به دا وي چې د کلونو کلونو په تیریدلو سره دا احترام او توقیر یواځې ترماشومانو پورې نه منحصرکیږي، بلکې په درلودلو سره ئی په ټولنه کې ښه شهرت ترلاسه کولای شي اوپه راتلونکي کې دخلکو لپاره غوره اخلاقي بیلګه جوړیدلای شي، دا په دې معنا چې داسې به ورزل شي چې هم به د خپل ځان او هم د نورو درناوی کوي،تر دی چې هر کله که راستر شي، نو بیا به قانون ته هم په درنه سترګه ګوري، او هیڅ کله به ټولنیز او بین المللي معیارونه او نورمونه نه تر پښو لاندی کوي .(۱)

 

نو مشرانو ته ښائي چې خپلو کشرانوته دښوونکو، علماؤ او حتې دکشرانو د درناوي ښودنه وکړي، او چې کله دوی خبرې کوي، نو کشران باید ورته غوږ ونیسي او په خبرو کې تری مخکې نشي.

 

(۳): د ورورګلوۍ آدب:

د سالمې کورنۍ بله ځانګړنه او امتیاز دا دی چې په هغې کې به داولاد په زړونو کې د میني او مودت رېښې ځغلول کیږي، د همدې په خاطر رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) د مسلمان د ترویع ( ویرولو) او تخویف لپاره هغه ته د اسلحې د ښودلو څخه نور مسلمانان منع کړیدي.

 

عن ابي هریرة (رضی الله عنه) عن النبي (صلی الله علیه وسلم) ـــ قال : (من اشار الی اخیه بحدیده فان الملآئکة تلعنه حتی ان کان اخاه لابیه و امه ).[ صحیح، اخرجه مسلم، د حدیث شمیره ۲۶۱۶، کتاب البر والصلة والآداب ، باب النهی عن الاشارة بالسلاح الی مسلم ].

د حضرت ابوهریرة (رضی الله عنه) څخه روایت دي چې جناب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) فرمائلي دي: چا چې خپل مسلمان ورور ته په اوسپنې (سلاح ) سره اشاره وکړه، نو ملآ ئکې به پری لعنت وائي، حتی که دا ئې د پلار او یا د مور له خوا ورور هم وي ].

 

امام النووي ( رحمه الله ) فرمائي چې (په دې مبارک حدیث کې د مسلمان درناوي ته اشاره شویده ، او له دې څخه په ټینګه سره منع راغلې ده چې یو مسلمان دې وډارول شي یا دی داسې چلند ورسره وشي چې زیان ورته پرې رسېږي).

 

د یوی هدفمندې کورنۍ مسؤلیت همدا دی چې د هغې په انګړ کې به ټولو اوسیدونکوته د دې انګیرنه ورکول کیږي چې تر څو یو دبل سره د مرستې، ویسا( باور) او د درناوۍ په فضا کې ژوند وکړي، نو په دې توګه سره به اولاد داسې احساس کړي چې ورونه ئی دوستان دي، او د خوږو دوستانو په څیر سره ژوند کوي.

 

(۴): د ښوونکي د احترام آدب :

په یوه ټولنه کې علماء پر نورو برتري لري، ځکه چې دوي د امتونو مخکښان او دانبیاء و وارثان دي، همدوي دي چې د پوهنې په ډګر کې څیړنې کوي، او په ټولنه کې علم خپروي.

د علماء و او ښوونکو په اړه په یو حدیث شریف کې راغلي دي : (( عن ابي امامة البــــاهلي قال : ذکر لرســـول الله (صلی الله علــیه وسلم ) رجلان احدهما عابد والآخر عالم ، فقال رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) (( فضل العالم علی العابد کفضلي علی ادناکم ، ثم قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) : ان الله وملآیکته واهل السموات ولارضین حتی النملة في جحرها وحتی الحوت لیصلون علی معلم الناس الخیر) . رواه الترمذی .

ترجمه: د حضرت امامة الباهلي (رضی الله عنه ) څخه روایت دي چې یو ځل د جناب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) پر وړاندی د دوو تنویادونه وشوه، چې یوئی عالم او بل ئې عابدؤ، نو رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: یو عالم پر عابد باندی دومره بهتري او فضیلیت لري لکه زه چې ستاسې پر یو ادنا شخص باندی کوم فضیلیت لرم، بیائی وفرمایل:( په تحقیق سره لوی څښتن تعالی، ملائیکې او د آسمانونو او ځمکې اوسیدونکې، تر دې چې یو میږي په خپل غا رکې او حتی ماهي د خلکو د خیر په ښودونکې ( معلم ) باندی درود وائي)).

د حضرت حسن البصري (رحمه الله ) په اړه راځي چې فرمائي:یو ځل نوموړي خپل ځوی ته وفرمائل: ای زویه!

 

دعلماء او مشرانوسره په مجالسه او غونډه کې دویلو پرځای پراوریدلوباندی حریص اوسه! او لکه څرنګه چې ښې خبرې زده کول لازمي دي، همدغه راز ښه اوریدنه هم اړینه ده، او دچا د خبرو د پریکولو که څه هم چې اوږدې شــوې هڅه مه کوه.

نودهری کورنۍ مشرانواو مربيينو ته ښائي چې خپلوکشرانو ته پراستاذانو باندی سلام اچول، د دوي پر وړاندې په درناوي سره کیناستل، پر مخ کې ئی په لوړ غږ خبرې نه کول، دهغوی پر وړاندی د هغو کارونوڅخه چې کرکه او تنفر ورڅخه لري پریښودل او تل ئی خدمت ته چمتو او تیار اوسیدل زده کړي.

همداراز ښائي چي خپل اولاد ته دا هم ورپه زړه کړو چې دخپل ښوونکي او لارښود څخه په ډیردرناوي سره پوښتنه وکړي، او د درس پر مهال په درناوي سره ورته وګوري او د هغه په علم سره بهتري ئی په ذهن کې مجسمه کړي .

(۵): د ګاونډي حقوق:

د اسلامي ټولنې طبیعت له وحدت اوپیوستون پرته بل څه نه شي کیدلای، له همدې کبله پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) ئې په اړه فرمائيلي دي (( مثل المؤمنین في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم کمثل الجسد الواحد، اذا اشتکې منه عضو تداعې له سائر الجسد بالسهر والحمې )) حديث صحيح .

ترجمه: پیغمبر اکرم ( صل الله علیه وسلم ) ارشاد فرمائي چې: د مؤمنانو مثال په مینه او مودت او یو دبل سره په همدردۍاو زړه سواندۍ کې د یو بدن په څیر دې چې کله ئې یوه برخه په درد شي نو ټول وجود ورسره ناآرامه وي، او دتبې له کبله ترې تر سهاره بیداره وي) .

په اسلام کې ګاونډی هم ځانګړي حقوق لري دا که هر څوک وي، په دې اړه اسلام ماشومانوته د ټولنې د آدابو په لړ کې ددې ادب ښودنه کوي چې د خپلو دیوال شريکو او ګاونډیانو توقير او درناوې وکړي، او مشرانو ته ښائي چې خپلو کشرانو ته د ګاونډي سره مينه ورزده کړي، او ورته د اذیت او زیان رسولو څخه د ځان ساتلو سپارښتنه وکړي، او په دې اړه داسې فرمائي (( مازال جبريل یوصيني بالجار، حتې ظننت انه سیورثه )) صحیح اخرجه مسلم، د حديث شمیره ۲۶۲۵ .

تر جمه: حضرت جبرئيل ( علیه السلام ) به ما ته د ګاونډي د حقوقو په اړه دومره زیاته سپارښتنه او توصیه کوله ، تر دې چې ما وګڼله چې ګواګې دوي زما سره په میراث کې سره شریک دي.

پرګاونډي باندې دا اړینه او لا زم دي چې خپلو نوروګاونډیانو ته هیڅ ډول ضرر او زیان ونه رسوي، لکه زنا، غلا او سرقت، بدې او پریوتې خبرې او داسې نور… بلکه ددې پر ځای ورسره د ورپېښو ستونزو په حلولو کې لاس واړوي، او د ستونزو پر مهال د دوي په حق کې له بښنې او زغم څخه کارواخلي.

(۶): د اجازې غوښتلو آداب:

داستـــــئذان او اجـــــازې غوښتلو دا ټولنـــيز او مــــهم ادب هم پرمشـــــرانو او هم پر کشرانو باندې لا زم دې، او په اسلامي شريعت کې لوړ مکانت او همیت لري، تر دې چې لوی پروردګارئې د قرآن په مختلفو آیتونو کې یادنه کړیده : (( یآایهالذین آمنوا لیستأذنکم الذین ملکت ایمانکم والذین لم یبلغوا الحلم منکم ثلاث مرات من قبل صلاة الفجر وحین تضعون ثیابکم من الظهیرة ومن بعد صلاة العشأء ثلاث عورات لکم، لیس علیکم ولا علیهم جناح بعدهن، طوافون علیکم بعضکم علي بعض،کذلک یبین الله لکم الآیات والله علیم حکیم )). (سورة النور آية ۵۸).

په دې مبارکو آیتونو کې لوي څښتن تعالی مؤمنانو ته لارښودنه کوي چې ای هغو کسانو چې تاسې په ريښتيني توګه سره دخپل پروردګار او د هغه د سپېڅلي پیغمبر نجات بښونکي شریعت عملي کوۍ، نو خپلو غلامانو، وينځو او خپلو ماشومانو ته مو چې لا تر دې مهاله د احتلام ( بلوغ) تر مرحلې نه دي رسېدلي ورته امر وکړۍ چې ستاسې څنګ ته د راتللو پر مهال په دې ۳ حالتونو کې پرته له اجازې رانشي:

(۱): د سهار دلمانځه نه وړاندې، ځکه چې په دې وخت کې مو د خوب جامې پر تن وي، نه بهر ته د وتلو لباس.

(۲): د ظهيرې ( د نیمي ورځې ) د قیلولې پر مهال.

(۳): د ماخوستن د لمانځه نه وروسته، ځکه چې دا د خوب وخت وي.

دا پورته ۳ وختونه هغه وختونه دي چې د پردې پوره خیال پکې نه ساتل کیږي، اما له دی ۳ وختونو نه پرته که چېرې ستاسې خادمان او اولاد ستاسې تر څنګ پرته له اجازې راځې پروا نه کوي، دا ځکه چې دوي تاسې ته اړتیا لري او دوي غواړي ستاسې خدمت وکړي.

لوی څښتن تعالې دستر حکمت خاوند دی او په خپل حکمت سره د شریعت احکام خلکو ته بیانوي.

د ماشومانو مربیانو او روزونکو ته ښائي چې دوي ته دا ورزده کړي چې د راتګ او روغبړ څخه وړاندی دې سلام اچوي، د خپل نوم په اخستلو سره دې د راتللو اجازه وغواړي، او ۳ ځله د اجازې اخستلو شرعي حق لري.

خو د دروازې ټکول باید ورو و ي، چې دا دده په ښه ادب او ښې روزنې باندی دلالت وکړي، او که بیا هم د کور خاوند اجازه ورنه کړه نو دوي بایدپر دې باندې پوه شي چې باید بیرته ستانه شي او چاته سرخوږې پیدا نه کړي.

(۷): د خبرو کولو آداب:

شهیدسید قطب ( رحمه الله ) فرمائي چي: په واقعیت سره اسلام د ژوند بشپړه نظام او قانون دی، ځکه چې په هره مرحله او پړاو کې د ژوند ټول اړخونو تنظیموي، د هر چا سره د ارتباط او د اړیکو لپاره ئې دقیقې لارښودنې کړيدي، او تر ټولو مهمه دا چې د ورځنیو چارو کې له کوچنیو مسائلو را نیولې د ژوند تر عامه سترو مسؤلیتونو پورې د ټولو لپاره پلان او دقیقه لارښوړنې لري، او د ټولو لپاره یو سالم تګلورې ټاکي او په پای کې ئی خپل پروردګارته متوجه کوي.

پخپله رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم ) د انسانانو هیڅ داسې یو کوچنې او غټ کار نه دې پریښې مګر دا چې د هغه لپاره ئې یو حکمت او یونظر نه وي وړاندې کړی.

د خبرو دآدابو په لړ کې باید دومره ووایو چې خبرې په اصل کې د تفاهم یا د خلکو تر منځ د پوهېدلو او پوهولو غوره وسيله ده، او د هر شخص د پیژندلو کیلي ده.

خبرې دي چې د یوشخص د آدرس او شخصیت څرګندونه کوي، اوس هر کله چې یو ماشوم د ژوند د هماغه لومړیو شپو ورځو څخه د خبرو اترو آداب زده کړي نو که را ستر شي په ټولنه کې به د خلکو لپاره یوه غوره بیلګه وي.

خو د خبرو اترو اسلـــوب او یو څه آداب دا دي :

(●): په خبرو کې لږ ځنډ کول :

دا په دې معنی چې په یوه ترتیب او په منظمه توګه سره باید خبرې وشي، تر څو اوریدونکې پرې پوه شي،خود خبرې کوونکي هدف باید واضح او په ډاګه وي.

(●): د خبرو لپاره باید غوره او ښکلي الفاظ وټاکي، سخت اونامأنوس توري او کلمات باید ونه کاروي چې اوريدونکي پرې هیڅ پوه نشي او په مغالطه کې پرېوځي.

(●): باید د خلکو د فهم سره سم خبرې وکړي.

(●): له ډیرو خبرو څخه باید ځان وژغوري،دنورو خبرې باید پری نه کړي، تر هغې پورې ورته غوږ وي ترڅو د نورو خبرې نه وي ختمې شوي.

له دې پرته د ماشوم مظهر او څیره هم باید منظمه وي، لکه ويښتان او دسرکمولو پرمهال ویښته باید څه ډول کم کړي،ځکه خوږ پیغمبر(صلی الله علیه وسلم ) له دې څخه مونږ منع کړي یو چې یو څه برخه ويښته کم کړو او نور ئې پریږدو.

ماشوم په دې هم باید پوه شي چې د نارینه و لباس باید د ښځينه و د لباس سره کاملا توپیر ولري.

(۸): دراز ساتلو آدب:

پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) دې ټکي ته هم پاملرنه کړیده چې خپلو ماشومانو ته باید د راز ساتلو عادت ورکړو، دا ځکه چې داعادت دماشوم پرراتلونکي باندې تر ډیره حده پوری اغیزه لري، دا ځکه چې ماشومان تل غواړي دټولو هغه څه په اړه چې معلومات لري له خلکو سره شریک کړي، اوس که د راز په ساتلو باندی وروزل شي دا په دې معنا چې دا ماشوم د نورو همزولو سره توپیر لري او بیا هر کله چې را ستر شي ورسره جوخت به دغه ټولنیز مهم آداب او ښه انساني صفتونه هم راستر شي .

(۹): دناستې او د تللو آداب :

تګ اومزل کول هم د یو انسان د نوروصفتونو په څیر دهغه د شخصیت څرګندونه کوي، اود دې ښودنه کوي چې څومره وقار،جدیت او قوت لري، خو په لاره باندې د تللوڅو عمده او مهم آداب دا دي:

(۱): په لاره باندی تګ او مزل بایدمتوازن وي، یعنې نه باید ډیر چټک او ګړندی وي او نه هم دومره آهسته وي چې د بیمار او رنځور ګومان پرې وشي.

(۲): دا چې د تګ پر مهال ښکته ځمکې ته ډیر وکتلای شي او په لاره کې د خوراک څخه ځان وژغوري.

(۳): هر مربي او روزونکی باید خپل اولاد ته دا ورزده کړي چې د نورو سره په ګډه ناسته کې خپلې پښې ونه غزوي، او د خپلو لاسونو او پښو څخه ټــقې ( د هډونو آوازونه ) ونه باسي.

(۴): د پاکوځایونو لکه مسجد، صنف… په دیوالونو باندی د توکاڼو( لاړو ) د تف کولو څخه باید ځان وژغوري .

او په پای کې ددې خبرې یادونه کوو چې که پورته یادو ټولنیزو آدابو ته کتنه وکړو، نو داسې جوتیږي چې نن دغه آداب يوازي تر کاغذ پورې محدود دي ،او عملي لارې ئې په دوربین کې هم نه ښکاري ، خو که چیرې مو دا پورته ټولنیز آداب خپلو ماشومانو ته ورزده کړل، نه یواځې دا چې د نوي نسل ښه توجیه او سالمه روزنه به مو کړي وي، بلکې ورسره جوخت به مو د خپلې ټولنې ډیرې هغه ستونزې حل او راکمې کړي وي چې نن له بده مرغه په ټولنه کې ډیره کمه پاملرنه ورته کیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

.(۱): ـــ په افعانستان کې د خلکو ستونزه دا ده چې دلته په کمکیتوب کې اولادته دنورو د درناوي ښودنه نه کیږي، ځکه نو مونږ وینو چې نه پکې دمشرانودرناوی کیږي، بلکې دټولنی قوانین هم پکې تر پښولاندی کیږي)