ماشومانو ته څنګه قناعت ورکړو؟

ماشوم ته په ( نه)  سره قناعت ورکول څه سخت کار دی، په ځانګړې توګه هغه ماشومانو ته  چې وړوکي وي او په وارو وارو د يوشي غوښتنه کوي. او که دا ماشومان څه ناڅه ضدي هم وي بيا ئې قانع کول ډېر سخت دی.

خو کېدای شي چې د لاندينو خبرو په عملي کولو سره ماشوم ته څه ناڅه  قناعت ورکړل شي:

لومړی: بايد هڅه وشي چې ماشوم پر خپل ځان بسيا وروزل شي، په دې مانا داسې روزنه ورکړل شي چې ماشوم وکولای شي خپلې غوښتنې ترډېره په خپله پوره کړي، بل چا ته ئې اړتيا پيدا نه شي.

دوهم: ماشوم بايد وهڅول شي چې ځينې پرېکړې خپله وکړي، ددې پر ځای چې بل څوک د ده لپاره يوه پرېکړه کوي دی په خپله فيصله وکړي، دا ددې لپاره چې ماشوم په وړوکوالي کې هم د خپل مسؤوليت پېژندلو سره اشنا شي.

دريم: کله چې ماشوم ښه کار ترسره کړي بايد انعام ورکول شي، مهمه نه ده چې پيسې، د خوراک شی او يا هم د ساعت تېرولو توکي ورکول شي، ښه وينا، د مننې الفاظ او د خبرو له لارې تشويقول هم کافي دي، په همدې سره ماشوم د نورو غوره کارونو سره ليوالتيا پيدا کوي او هڅه کوي چې لا ښه کارونه وکړي او په دا کار د ماشومانو سره ددې مرسته کوي چې وپوهېږي چې کنټرول او واک تر ډېره د مور او پلار سره دی.

څلورم: مور او پلار بايد ماشومانو ته ثابته کړي چې د مرستي او ملاتړ لپاره همدوی د ماشوم په درد خوري او دوی دا وړتيا لري چې د ماشوم غوښتنې ورپوره کړي.

ماشوم بايد په دې وپوهول شي چې د ستونزي او اړتيا په وخت کي خپل مور او پلار ته مراجعه وکړي.

پنځم: ماشوم بايد وهڅول شي او دده وړتياوي ورپه ګوته شي، ماشوم بايد وپوهول شي چې د خپلو هيلو د پوره کولو لپاره دی خپله هڅې وکړي او دا بايد ورته په وارو وارو وښودل شي چې په ژوند کې دې د خپلو هيلو د ترلاسه کولو لپاره هلي ځلي کوي، ترڅو خپلو موخو ته خپله ورسېږي.