ماشومانو کې پر ځان باور پیدا کول

لیکوال: حامد افغان

د یوه هوښیار او تجربه کار ښوونکي کیسه ده او د ده له خولې یې اورو، دی وایي: زه په مکتب کې استاد مقرر شوم او د دریم صنف د قران او توحید مضمون راکړل شو، د درسي صنف تر پای ته رسیدلو یوه میاشت مخکې مې شاګردان رایوځای کړل څو له هغوی نه د دوی درسونه واورم او د هغوی پوهنیزه سویه ځان ته معلومه کړم او له هغه وروسته به د دوی د زده کړې لپاره خپله نقشه جوړوم.

له هر شاګرد نه مې په خپل نوبت پوښتنه کوله په اخیر کې یوه شاته ناست هلک ته نوبت ورسید، هغه ته مې وویل چې درس ولوله ټولو شاګردانو په یوه اواز راته وویل: استاده هغه نه پوهیږي، په دې خبره زه خپه شوم او د هغه ماشوم په حالت مې زړه درد وکړ، هغه ډېر عاجز ناست و، له شرمه یې مخ تګ سور شو او پر تندي یې خولې راماتې شوې، په دې وخت کې زنګ ووهل شو ماشومان تفریح ته ووتل او دا ماشوم په صنف کې پاته شو، زه هم ورسره پاته شوم او را ومې غوښت، له هغه سره د مرستې په نیت مې خبرې ورسره وکړې او له خبرو یې معلومه شوه چې هلک زړه غورځولی دی. پرځان باور نه لري او ځان سپک ورته ښکاري، ځکه دی په دې فکر دی چې د صنف ټول شاګردان له ده ښه او غوره دي او دی نه شي کولی د هغوی په څیر لوست وکړي.

زه د مکتب ادارې ته ولاړم او د دې هلک معلومات مې وکړل راته معلومه شوه چې هغه د شتمنې کورنۍ دی ښه مور او پلار او وروڼه او خوندې لري، په کور کې ښه ژوند لري او د کورنۍ له خوا هیڅ ستونزه نه لري، دا وخت راته معلومه شوه چې د هلک ستونزه او پر ځان بې باوري یې د کورنۍ له خوا نه ده بلکي دا ستونزه هغه ته په مکتب کې پیدا شوي ده، زه پوه شوم چې هغه خامخا د استادانو له خوا ترټل شوی او سپک کړل شوی دی، د صنف ملګرو هم شاید هغه ته پیغورونه او طعنې ورکړې وي، له هغه وروسته یې د کهتري احساس مل شوی، په تېرو صنفونو کې استادانو بې توجه پرې ایښی دی او پایله یې دا ده چې نن هغه پر ځان باور له لاسه ورکړی دی، په دې وخت کې ما پریکړه وکړه چې د الله په مرسته به زه دا ماشوم له دې حالته ژغورم، د ماشومانو په اړه زما د تجربو په رڼا کې زه پوه شوم چې د ماشوم حالت بدلیدونکی دی خو چې یو څه خواري او حکمت ورسره خپل کړل شي، هر ځیرک او ذکي ماشوم ډېر حساس وي، د هغه عواطف او مشاعر ډېر نرم او باریک وي هغه له ځانه دفاع نه شي کولی او له ماشومانو سره په ډغرو او مقابلو کې لږځواکه وي.

له هغه سره د مرستي په نیت مې لومړی ګام دا پورته کړ چې هغه هلک مي په لومړي کتار کې ځان ته مخامخ کېناوه، ما پریکړه وکړه چې زه باید لومړی هغه ته په صنف کې ځانګړی حیثیت ورکړم، په دې توګه به له هغه سره د خپل وجود یوڅه احساس پیدا شي هغه به فکر وکړي چې زه هم یو څوک یم، ما ته معلومه شوه چې هغه هلک ډېر ځیرک او ښه پوه و، بله ورځ مې هغه ته یوه سخته جمله ولیکله، داسې جمله چې د هغې تلفظ هم ډېر سخت و او د هغې جملې د سختو الفاظو په معنا مې پوه کړ چې د هغې یادول ورته اسانه شي، دا جمله مې په یوه پاڼه ورته ولیکله حرکات مي ورکړل او ورته ومې ویل چې دا جمله به ښه یادوې او دا مې هم ورته وویل چې د دې جملې خبره به له هر چا پټه لرې د کور غړو او د مکتب ملګرو هیچا ته به حال نه وایې. کله به چې ماشومان تفریح ته ووتل دی به په صنف کې پاته و او تفریح ته به نه ووت ځکه دی د هر چا له نظره لویدلی و او چا ملګرتیا هم نه ورسره کوله ما به په دې وخت کې په صنف کې هغه ته هغه سخته جمله ور یادوله.

ما به د درسونو په پای کې خپلو شاګردانو ته یوه خوندوره کیسه بیانوله، دا کیسه به مې هغوی ته څو ټوټې کړه دوی به هره ورځ کیسې ته انتظار وو کله به چې کوم یوه ښه درس نه و یاد کړی یا به یې کورنۍ وظیفه سمه نه وه تیاره کړې کیسه به مي د هغه کس/کسانو د سزا په نیت په هغه ورځ وځنډوله په دې توګه به شاګردانو له یوه بل سره مرسته هم کوله او کوم یو به چې تمبل و هغه ته به یې غوسه هم کوله، څو زه کیسه ونه ځنډوم، یوه ورځ مې چې د هغوی درسونه واوریدل په اخیر کې یې د کیسې راته وویل چې پوره یې کړه ما ورته وویل: هغه کیسه نه شم پوره کولی دوی وویل: ولې استاده موږ خو خپل درسونه سم ولوستل او کورنۍ وظیفې مو هم سمې وې؟ ما ورته وویل: نن زه یوه بله کیسه درته کوم چې ډېره دلچسپه او مهمه ده، کیسه مې هغوی ته ډېره وستایله او هغوی یې اوریدلو ته سخت لیواله شول.

کیسه مې له خپل خیال نه ورته تیاره کړې وه او پیل مې کړه: یو ځای په یوه سیمه کې یو قوم اوسیده، د دوی کلی یې (القراقبة) باله، دوی به په لوی اختر کې ډېرې ښې قربانۍ کولې غوایې به یې حلالول او هر یوه به په خپله قرباني ډېر فخر کاوه، له یوه لوی اختر نه به یې د قرباني د څاروي ساتنه پیل کړه تر راتلونکي لوی اختر پوري به یې ساته او بیا به یې د اختر په ورځ حلال کړ، په دې کلي کې یو کس علي القرقبي نومیدی، دی د مال په ښه ساتنه او څربونه کې په ټول کلي کې مشهور و، غوا به یې د خپل کور مخته تړلې وه هر چا به چې ولیدله ارزو به یې کوله چې کله به د اختر ورځ راځي چې د علي د غوا غوښه او شوروا ووهي، خو د دوی یو عادت و چې دوی به په کوم ځای کې اختر کاوه هلته به یې د کلي ټول تیار خوراکونه یو ځای کېښودل او وروسته به یې خوړل نو دا پته نه لګیده چې کوم خوراک د چا دی. او بل به ټولو په لومړۍ ورځ د غوا د ورمیږه هډوکي پخول.

خدای شته د علي غوا ټول کال د ډېرو کلیوالو په سترګو کې ګرځیدلې وه او دلته په لوښیو کې د علي لوښي معلومول سخت و، په دوی کې یوه ځیرک ځوان څو لوښې وکتل او ویې ویل: ماد علي د غوا شوروا وپېژندله او دا جمله یې داسې وویله: (أنا عرفت مرقة رقبة بقرة علي القرقبي من بين مراق رقاب أبقار القراقبة) یعني ما د قرقبې د کلې خلکو د غواو د ورمیږونو په شورواو کې د علي القرقبي د غوا د ورمیږه شوروا وپیژندله.

کیسه مې په دې جمله ودروله او شاګردانو ته مي وویل: په تاسو کې به داسې تکړه کس پیدا شي چې په بیړه سره دا جمله ووایي؟ هغوی هر یوه به چې جمله پیل کړه دوه درۍ کلمې به یې وویلي او وبه دریدی، ما ته به یې وویل: استاده بیا یې تکرار کړه ما به بیا ورته تکرار کړه په صنف کې ټولو تکړه تکړه شاګردانو کوښښ وکړ او آن د صنف کیفتان هم ډېرې هڅې وکړې خو ویې نه شوی کولی په بیړه سره دا سخته جمله ووایي، که څه هم ما څو څو ځله ورته تکرار کړه.

کله چې ټول ناکام شول ما ورته وویل: دا جمله په تاسو کې هغه کس ویلی شي چې تر ټولو پوه او ځیرک وي او د جملې په معنا پوهیږي هغه کس زه اوس تختې ته راغواړم چې دا جمله ووایي، ما چې دا خبرې کولې او هغه ماشوم ته به مي وکتل هغه به غلی شو او چې مخ به مې بل لورته واړوه او له څنګه به مي ورته کتل ګوته به یې پورته کړه، د هغه دا جمله سمه یاد او زده وه او ما څو ورځې مخکي ښه ورښوولې وه خو پر ځان یې لا باور پوخ نه و فکر به یې کاوه چې فلاني او فلاني ونه ویله نو زه به یې څنګه وایم ، له ده مخکې مې د صنف تکړه تکړه هلکان یو یو تختې ته را وغوښتل خو یوه هم ونشوی کولی جمله په بیړه ووایې.

اخیر مي ده ته وویل چې ته پخپل ځای کې دا جمله ووایه، هغه مې تختې ته ځکه نه راوغوښت چې په حالت یې پوره باوري نه وم ماویل زبون به یې ووهل شي او د هلکانو په مخ کي راتګ او بیا د تختې خوا ته جمله ویل به ورته ګران شي، هغه په خپله چوکۍ ناست و او په ښه توګه یې جمله وویله، ما لاس ورته وپړکول خو د صنف هلکانو یوه هم راسره بدرګه نه کړل، ځکه یو خو د ده غږ ډېر ټیټ و او بل هلکانو ګومان هم نه کاوه چې دی دي دا سخته جمله وویلی شي.

دویم ځل مې بیا په خپل ځای کې ودراوه او ورته ومې ویل هغه جمله په لوړ اواز بیا تکرار کړه، ورته ومې خندل او ورته ومې ویل: ته زمری یې او ته په صنف کې تر ټولو پوه هلک یې، پورته شو او په ډاډ سره یې جمله تکرار کړه، چکې مې ورته ووهلي او ماشومانو هم راغبرګې کړې اوس نو زه د ده په اړه باوري شوم، هغه مې وهڅاوه او له غږه یې معلومیدله چې تکړه او زړور شو، بیا مې تختې ته را وغوښت بیا یې تکرار کړه او ما په پرلپسې توګه هڅاوه او ورته ویل مې ته ډېر تکړه یې ته پوه او ځیرک یې.

د ده دې حالت ته شاګردان هم یو څه حیران وو او د ده دومره پوهه او ځیرکتیا یې زړونو ته نه لویدله، هغوی راته وویل ورته ووایه چې بیا یې تکرار کړي، ما ورته وویل: نه تاسو پخپله له هغه نه وغواړئ چې جمله تکرار کړه، له دې کار نه مې څو موخې وې یو دا چې دی پوه شي چې تکړه دی ملګري یې د داسې څه غوښتنه ورنه کوي چې د دوی په وس نه ده پوره او دی یې کولی شي او بل دا چې دی په ځان باوري شي چې ټول ملګري ده ته توجه کوي او له ده غوښتنه لري او دا چې ده ته واضحه شي چې په موجود وخت کې کومه پوه له ده سره شته هغه یې له ملګرو سره نشته.

د ساعت د پوره کیدلو زنګ ووهل شو هلکان چې تفریح ته وتل دی هم یو ځای ورسره ووت، د صنف ملګرو یې په نوم یادوه او نارې یې ورته وهلي، دی یې په منځ کې روان و لکه د ټولو مشر چې وي او یا لکه هغه لوبغاړی چې مډال یې لوړ نیولی وي او نور ملګري یې شاوخوا ورسره ځغلي.

دا خبره په مکتب کې خپره شوه د نورو صنفونو مشرانو هلکانو هغه ته توجه وښودله، له هغه به یې پوښتنه کوله او خپلو ملګرو خو یې د دې جملې په اړه ټولو پوښتنې ورنه کولې، ملګري یې زیات شول هر ځای به له هلکانو سره لیدل کیدی هغه تنهایي او یواځیتوب یې ختم شو او داسې شو لکه ډېر پوه او هوښیار هلک چې مکتب ته نوی راغلی وي. او د هر هلک زړه غواړي ملګری یې شي، هغه هلک ته مې وویل چې دا کیسه او دا معلومه جمله یې په کور کې له مور او پلار او وروڼو او خوندو سره هم شریکه کړه، داراز په کلي کې یې له شناخته و او خپلوانو ټولو سره شریکه کړه او چیلنج ورکړه چې ستا په شان یې په تیزي سره ووایي.

په دې ورځو کې مکتب رخصت شو، څو ورځې وروسته یې پلار راغی او هغه ما بېخي لیدلی نه و، هغه زما نه مننه وکړه او دعا یې راته وکړه چې استاده تا زما زوی وژغوره او په عجیبه توګه دې د هغه درملنه وکړه، ده راته کړه چې زما خپلوان او کلیوال ټول زما د زوی د حالت بدلون ته حیران دي او راته وایي چې دا ډاکټر څوک و چې ستا د زوی درملنه یې وکړه، ستاسو زوی خو ډېر شرمندوکی، بې زړه او ناپوه و اوس خو داسې شوی دی چې لویان نه شي ورسره سمیدلی. پلار یې راته کړه چې ما ته ورته وښودلي چې دا ښېګڼه فلاني استاد را سره وکړه الله دې پوره بدله ورکړي، د هلک پلار مې له دې وروسته شناخته شو او زه څه موده وروسته له هغه مکتب نه بدل شوم .

څه موده وروسته مې د هلک پلار ولید او د زوی پوښتنه مې ورنه وکړه هغه راته کړه چې اوس یې قران مکمل یاد کړی دی او په خپل تحفیظ القران کې په ټولو کې وتلی هلک دی . د ده د بریاو لړۍ روانه وه وروسته یې بیا مکتب او لیسه پوره کړل څو څو ځله په خورا لوړو نمبرو بریالی شو او آن مډالونه یې هم ترلاسه کړل، پوهنتون ته ولاړ هلته یې هم ښه نمبر او د ښې پوهې ستاینلیکونه هم ترلاسه کړل او له پوهنتون نه په لوړه سویه بریالی ووت. او اخیر د لوړو زده کړو لپاره یوه مشهور باندني پوهنتون ته ولیږل شو.

د دې هوښیار او دردمن استاد دا تفصیلي کیسه زیاتونې ته ډېره اړتیا نه لري د دې له جزئیاتو زموږ ښوونکي او روزونکي ډېر څه زده کولی شي، زموږ په مکتبونو، لیسو، مدرسو او پوهنتونونو کې د دې هلک په څیر پریمانه ماشومان له مور او پلار او استادانو هېر ګرځي، هغوی ته د هغه چا توجه کمه وي چې باید توجه ورته وکړي او په پایله کې هغوی پرځان د نه باور په ناروغي اخته شي، زموږ ښوونکي په ځانګړې توګه له دې کیسې ډېر څه زده کولی شي لکه څومره چې د استاد او ښوونکي عزت او احترام زیات دی همدومره یې مسؤلیت هم زیات دی او داراز د ده غفلت او بې پروایي د زیاتو هلکانو ژوند بربادوي. لوی کارونه لویو همتونو ته اړتیا لري د استاد همت لوی کار دی او د ګڼ شمیر انسانانو د تنویر او ښې راتلونکې ضمانت کیدلی شي. او د کیسې مهم پیغام ( پرځان باور ) هم بېخي روښانه دی، که یو څوک پر ځان باور ونه لري هغه به له ډېر څه محروم وي.