ماشومان مه پريږدئ چې خپله ګوته وزبښې!

اکثره ماشومان دا عادت لري چې خپله غټه ګوته زبښې دا دې

ګوتې زبښل په راتلونکې کې ممکن ماشومان ته ډېر مشکلات

پيدا کړې.

اول خو دا چې ممکن دې ماشوم ګوته خېرنه وي او خولې ته

په وړلو سره د امراضو سبب شې, بل خپله دې ګوتې نوک او

پوستکی تخريب کيږي.

ددې ټولو مشکلاتو سره,سره لوی مشکل چې ماشوم ته پيدا

کوي هغه دې غاښونو مخامخ راوتل دې چې په طب کې ورته

وایي open bite دغه دې غاښونو مخامخ راوتل دې ښکلا له

نظره ښه نه ښکاري او هم غاښونه زر تخريب کيږي.

لیکوال : ډاکترحنیف الله