ماشومان څنګه په مطالعه روږدي کړئ؟

د لویو خلکو په جوړولو کې مطالعې مهم رول لرلی دی، که تاسو غواړئ چې ماشومان مو تکړه او ستر خلک شي، له مطالعې سره یې بلد کړئ، ورته وې هڅوئ او بالاخره په مطالعه یې روږدي کړئ.

ماشومان څنګه په مطالعه روږد کړئ؟

د لوستو له موادو ډک کور له دې مرسته کوي چې ماشومان مو پرله پسې لوستونکي او د مطالعې شوقیان شي.

څرنګه کتابونه باید ولرو؟

له خپلو ماشومانو د هغوی د شوق او علاقې په باره کې پوښتنه وکړئ، که دوی ډېر واړه وي او پرېکړه نه شي کولای، د خپل سیمه ییز کتاب پلورونکي سره مشوره وکړئ، تر څو د ماشومانو له عمر سره سم، وروستي کتابونه درکړي.

دلته له تاسوسره یو څو ټکي شریکوو چې ستاسو د ماشومانو په مطالعه عادت کولو کې مرسته وکړي.

رنګا رنګ مواد وټاکئ

ډېر واړه ماشومان له رنګونو او تصویرونو ډک، تختې ته ورته، او د الف با کتابونه چې د څارویو او ده ته اشنا تصویرونه ولري خوښوي.

لږو غټو ماشومانو ته بیا بېلا بېل کتابونه خوند ورکوي، لکه د رښتینو کیسو، افسانو، شاعرۍ، ډکشنرۍ او داسې نور کتابونه.

ماشومان که څه هم پخپله پوره لوستل نه شي کولای خو په کیسو پوهیږي، که چیرې ستاسو ماشوم د ده لپاره د یوه ګران کتاب د لوستو او پوهیدو لیوالتیا ښيي، هڅه وکړئ چې هغه کتاب په ګډه ولولئ.

غټ ماشومان د کتاب تصویرونو او انځورونو ته ګوري او د هغوی په اړه پوښتنې کوي او په موضوعاتو سر خلاصوي.

د لوستلو مواد یوازې تر کتابونو مه محدودئ، کېدای شي ماشومان مو د لوستلو او وخت تېرولو لپاره له لاندې موادو خوند واخلي:

د ماشومانو مجلې

ږغیز کتابونه

پوسټ کارډونه، ایملیونه، له دوستانو څخه ترلاسه شوي ګټور موبایلي مسیجونه

د عکسونو البمونه،تصویري کتابونه ( جغرافیوي، موټر، یا سپورټ)

ورځپاڼې

انټرنیټ

پر کمپیوټر د الف بې ګیمونه، ټایپینګ یا د لوست ګېمونه

آهن روبايي الف ب توري

انټرنیټي کتابونه

د مطالعې موادو ته لاسرسی

د مطالعې کتابونه د لوبو له نورو توکو سره ښکاره کښېږدئ. د خوړو په خونه، د ناستې او لوبو په ځای کې د کتابونو ایښودل به له ماشومانو سره مرسته وکړي چې د اړتیا او شوق پر وخت په اسانۍ کتاب ترلاسه او ولولي.

د ماشومانو د خوب په کوټه کې، بسترې ته نژدې او په کور کې د دوی د خوښې په ځای کې د کتابونو او د مطالعې د نورو توکو ایښودل به هر وخت د دوی پام مطالعې ته ور اړوي.

د مطالعې لپاره ځانګړی ځای جوړ کړئ

څومره چې ماشومان لوییږي، هغومره د کتابونو او مجلو په ټاکلو کې غور کوي، د دوی د خوښې کتابونه د مطالعې په ځانګړي ځای کې په المارۍ یا تاخچو کې ځای پر ځای کړئ.

په کور کې د ماشومانو تر ټولو زیاته د خوښې ځای په کتابتون ورته بدل کړئ، د هغوی د کتابونو خانې په زړه پورې او منظمې وساتئ.

ځینې کتابونه داسې کښېږدئ چې پښتۍ یې ولیدل شي، تر څو ماشومانو یې په اسانۍ پیدا کړي.

د مطالعې لپاره د کور دننه، دهلیز یا کوټه کې یو کونج وټاکئ، او ماشومان وهڅوئ چې هره ورځ هلته لاړ شي او وخت تېر کړي.

د کتابونو لمسول او حتی لوبې ورسره کول، له کتابونو سره د ماشومانو د رابطې جوړولو یوه ښه لاره ده. خپل قیمتي کتابونه په المارۍ کې لوړ کښېږدئ او کله کله یې له ماشومانو سره یو ځای ګورئ، او د پاته نورو کتابونو په کیسه کې مه کېږئ، او په دې تمه اوسئ چې ماوشومان یې له ډیرې مینې ښه درته زاړه، خیرن او څیرې کړي.

په پرله پسې ډول خپل سیمه ییز کتاب پلورنځي ته لاړ شئ، نوي کتابونه واخلئ، استعمال شوي کتابونه واخلئ او د نورو ماشومانو له مندو او پلرونو سره کتابونه تبادله کړئ.

د مطالعې ځای په زړه پورې کړئ

د مطالعې په ځای کې د رڼا لپاره له ښو ګرپونو کار واخلئ، د مطالعې د ځای مواد وخت پر وخت بدل کړئ، موسمي کتابونه ورته راوړئ، بېلا بېلې مجلې په کې کښېږدئ، او همدارنګه هغه کتابونو ته هم ځای په کې ورکړئ چې ستاسو ماشومان یې په ښوونځي کې لولي. همدلته یوه ګوښه د ماشومانو د هنري کار لپاره ځانګړې کولای شئ چې دوی په کې رسامي، لیکنه، خوشنویسي او د رنګونو استعمال وکړي.

ماشومان وهڅوئ چې لیکل وکړي

په خپل کتابتون کې د هنر یو مرکز جوړ کړئ، چې ماشومان په کې کتابونه، پوسټرونه، رسامۍ، انځورګرۍ او عکسونه جوړ کړي.

د ماشومانو خوښیږي چې هغه څه مطالعه کړي چې دوی خپله لیکلي او دا خوند ورکوي چې له کورنۍ او دوستانو سره یې شریک کړي.

د چاپیریال په اړه فکر وکړئ

د لوستو لپاره د ماشومانو د هڅونې نورې لارې

خپلو ماشومانو ته یو ځانګړی ځای او هره ورځ یو ارام وخت ورکړئ چې لوستل وکړي.

د ټلویزون، کمپیوټر او ګېم لپاره یې وخت محدود کړئ تر څو لوستو ته وخت پیدا کړي.

د لوستلو، مطالعې او لیکلو فعالیتونه کورنیز کړئ، په مطالعه او د رسنیو په تعقیب کې له ماشومانو سره ځانونه شریک کړئ، فعال رول ولوبوئ او هغوی ته په هر څه کې لارښوونه وکړئ.

د ږغیزو او تصویري رسنیو په دې شورماشور کې مندې او پلرونه پرېکړه کولای شي چې ماشومانو ته د څومره چاپي او څومره برېښنايي بوختیاوو وخت ورکړي.

یو ځای مطالعه وکړئ، له ماشومانو غوښتنه وکړئ چې یو کتاب په لوړ ږغ درته ولولي، یا د خپلې خوښې مجلې کومه برخه درته ووايي. دا یو عادت جوړ کړئ چې یو ځای کښېنئ او هر سړی خپل خپل کتابونه مطالعه کړئ او له یو بل سره ارام وخت یو ځای تېر کړئ.

ژباړه او لیکنه: حکمت سروش