ماشومان چې ځانونو ته د لویانو فکر کوي

لیکوال: د. مصطفی محمود

ژباړن: علی احمد راصد

العيال الذين ظنوا أنفسهم كبارا

کله مې د یوه یتیم په څېر چې خپله مور یې په ګڼه ګوڼه کې ورکه کړې وي، ژړا پسې واخلي. بیا په یادو شېبو کې په دې فکر کې شم چې مونږ ټول ماشومان یو، د علم، معرفت او اخلاقو په تړاو زمونږ او د کمکیانو ترمنځ کوم لوی توپیر شتون نه لري، مونږ په خپل خیال ګومان کوو چې د علم پر مټ مو اسمانونو ته لارې کړیدي. خو که لږ فکر وکړو، وبه ګورو چې مونږ لا د ا. ب. ت. تورو په یادولو بوخت یو.

مونږ ټول د ماشومان په څېر ………. ستا ماشوم په داسې حال کې چې د سپوږمۍ لور ته ګوته نیسي پوښتنه کوي: پلاره دا سپوږمۍ له کومه راغلې؟ په ځواب کې یې ډېرې خبرې ورته کوې، ډېرې نظریې او فرضیې ورته وړاندې کوې په پای کې ورته وايي، پر دې حقیقت هیڅوک نه پوهېږي.

او ان چې انشتاین لا نه پوهېږي. بیا د خپل نیکه پوښتنه کوي پلاره هغه له مړ کېدو وروسته چېرته ولاړ. بیا د خپل ورور په اړه چې نوی زېږېدلی پوښتنه کوي، زما ورور له زېږېدنې مخکې چېرته ؤ. هیڅ ځواب یې نه لرې. هیڅوک نه له زېږېدو مخکې او له مړکېدو وروسته، له کومه او چېرته په اړه نه پوهېږي، د برېښنا په اړه پوښتنه کوي هغه څه شی ده؟ ته ورته وايي هغه برق دی؟ پوښتنه کوي برق څه شی دی، په ځواب یې نه پوهېږۍ، پوښتنه کوي برېښنا له کومه راغلې، د وړانګو د ماشینونو یوه لویه فلسفه ورته وايي، خو ته پخپله نه پوهېږې چې وړانګې یا نور څه ته وايي.

او ان که د طبیعت ټول پوهان راټول کړې او له هغوی څخه پوښتنه وکړې، خو هیڅ یو به دې د نور په حقیقت او څرنګوالي پوه نه کړي، نه نیوتن نه افوګادرو او نه فارادي. په دې ډول زمونږ جهالت یا ناپوهي دوام مومي، علم النفس یا د روانشناسي علم مو اختراع کړ د هغه مراجع مو ولیکلې خو مونږ لا هم نه پوهېږو نفس یا روان څه ته وايي، ساعت مو ددې لپاره اختراع کړ چې د زمانې مقیاس یې وټاکو خو مونږ لا پر دې نه پوهېږو چې زمان څه ته وايي. ځمکه چې له میلیونونو را په دېخوا شتون لري او مونږ پرې ژوند کوو، خو مونږ یې ایله د یوه پوټکي په اړه پوهېږو، د یوې پېښې د رامنځته کېدو پر وخت ګڼ خلک شاهدان وي، خو د یادې پېښې په اړه هر سړی په بیل ډول او په خپل تعبیر کیسه کوي.

دا د هغې کیسې حالت دی چې یوه ګړۍ مخکې زمونږ تر مخ پېښه شوې، نو د تاریخ به څه حال وي هغه چې میلیونونه کلونه پرې تېر شوی او په اړه یې ټوکونه کتابونه لیکل شوي، ټول تخیلات دي، مونږ څومره له حقیقت نه لرې یو، مونږ څومره لږ پوهېږو، د علم او معرفت په اړه زمونږ او زمونږ د ماشومانو ترمنځ څومره لږ توپیر دی، بلکې زمونږ او زمونږ د ماشومانو د اخلاقو ترمنځ څومره لږ توپیر شتون لري، مونږ چې ښوونکي او پالونکي هم یو خو خپل ملکیتونه مو داسې په خپله غېږ کې نیولي وي لکه ماشوم چې د خپلو لوبو سامان په غېږ کې نیسي او هیڅکله دا زغم نه لري چې د هغه د لوبو سامان ته لاس هومره وروړي.

زمونږ ترمنځ موزي(بخیل)، اورلړي، خورنده یا نس پړس، طماع او داسې خلک شته چې د یوې ټنګې په لیدو یې هم خوله اوبه پرېږدي. ماشوم که شیونه په کوم ځای کې غلي کوي، لویان یې غلا کوي، ماشوم که وهل کوي لویان وژل کوي، ماشومان که یو او بل ته د زورولو لاس اوږدوي لویان په کوتکو او چړو وهل کوي، ماشومان په شږو ویشتل کوي خو لویان ذره یې بمونه کاروي، اوس د دې نړۍ په دغو ماشومانو ونه ژاړم چې ځانونه ورته لویان ښکاري؟!