ماشوم او تلویزیون؛ ګټه او زیان

راټولونه: حشمت الله رحمتي

پدې لنډه لیکنه کې به درسره د داسې څه په اړه بحث ولرو چې مسوولیت یې ټولو ته راجع کیږي، ددې لپاره چې خپل مسولیت مو درک کړی وي، نو باید دغه لنډه لیکنه په ارامو مغزو سره ولولو.

مطبوعات نن سبا د دولتونو څلورمه قوه ګڼل کیږي او نړۍ ته یې د یو کلي شکل ورکړی چې یو یې هم انځوریزه او تصویري رسنۍ تلویزون دی، دغه رسنۍ چې نن ورځ په نړۍ کې ډیره معمول ده او د نړۍ د پرمخګ یوه مهمه وسیله ګڼل کیږي، اکثره خلک د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره د همدغه وسیلي څخه استفاده کوي او د نړۍ د حالاتو څخه ځان خبروي

د ماشومانو لپاره د تلویزون ګټي:

۱- د ماشومانو بوختول او د هغوی ساعت تیرول

۲- د معلوماتو د سطحي لوړول او دا چې تلویزوني پروګرامونه د ماشومانو په واک کې دير معلومات ورکوي او هغوی له ټولنې او د هغوی د معلوماتو سره اشنا کوي.

۳- د ماشومانو ادبیات وده کوي او هغوی ته ګټور تعبیرونه ور زده کوي.

۴- تلویزون روزنیزه فرهنګي مدرسه ده چې د کورنۍ او چاپیریال ډیري نیمګړتیاوي بیانوی.

۵- د ماشومانو عقلي او تخنیکي ځواک زیاتوي او ماشومان فکر او تخیل ته هڅوي.

ماشومانو ته د تلویزیون زیانونه؛

د تلویزیون د ګټو له ښودلو څخه وروسته مناسبه ده چې د تلویزیون ریښتیني زیانونه بررسي کړو او له ګټو او زیانونو له پرتلي څخه وروسته پري قضاوت وکړو او تصمیم ونیسو، خو پام مو وي چې هر شي مثبت او منفي اړخونه هم لري، دلته هم په خلکو پورې تړلي، که وغواړي د منفي او ګناه په شکل هم ترې استفاده کولی شي او په مثبت ډول یې وغواړي هم کولی یې شي.

نو که منفي ګټه ترې پورته کړي، نو دا زیانونه به ولري:

۱- د ناروا شیانو اوریدل ګناه ده.

۲- د ګناه او معصیت څخه د ډکو صحنو لیدنه او ننداره.

۳- د وخت ضایع کیدل او په لهو او ناوړه نندارو بوختیدل.

۴- د مغزو اعصابو او د سترګو د لید کمزوي کیدل.

۵- د ګناه خشونت ( تاوتریخوالي ) ګناه او نامناسبو حرکتونو زده کړه.

په اخیره کې ویلی شو چې په ژوند کې د هر څه لپاره یو مناسب پلان ته ضرورت دی، خو یوازې په پلان هم څه نه کیږي بلکې پلان باید په عمل کې پلی شي، ځکه بااستعداده لیکوال او شاعر مرحوم ګل پاچا الفت د پلان په اړه داسې لیکلي دي چې مطلب یې دی: پرته له تطبیقه پلان د وخت ضایع ده او له عمل پرته پلان ناکامي ده.