ماشوم او له کتاب سره مینه

په تېر کې چې له اوسني وخت څخه په ځلونو اسانتیاوې کمې وې، کتاب د لویانو او کوچنیانو لپاره د وخت تېرولو تر ټولو ښه وسیله وه؛ خو دې کچې د بېلابېلو کسانو په منځ کې توپیر درلود، نوو ځوانانو به د مینې داستانونه لوستل، مشرانو به نوي کتابونه اخیستل او یا به یې هم له نورو خپلوانو د امانت په ډول راوړل، خو په ټوله کې د کتاب لوستل د اوسني وخت په پرتله ډېر عام وو.

اوس مهال نوې ټکنالوجۍ، فلمونو، سریالونو، له کمپیوټر څخه ډېره ګټه اخیستل او یا هم په ټولنیزو شبکو کې زیات بوختېدل د دې لامل شوي چې د کتاب لوستل او مطالعه کمرنګه شي.

هغه کسان چې د پوهنتون محصلین دي او موخه یې یوازې زده کړې کول دي، هغوی هم ډېر کله د خپل سمسټر له معلومو کتابونو پرته ازاده مطالعه نه کوي، په داسې حال کې چې ازاده مطالعه د معلوماتو په زیاتولو کې په بېساري ډول مرسته کوي او په هره برخه کې یې د معلوماتو زېرمه زیاتېږي. دا هم مه هېروئ چې کتاب د انسان تر ټولو ښه ملګری دی. د دې لپاره چې اولادونه مو د کتاب له لوستلو سره روږدي کړئ، له لاندې تګلارو څخه ګټه واخلئ:

۱- مخکې له دې چې لوستل او لیکل زده کړي، کیسې ورته ولولئ

د اولادونو لپاره مو خوږې او په زړه پورې لنډې کیسې غوره کړئ او د ویده کېدو په وخت کې یې ورته و وایاست، د کیسو لپاره ورته داسې کتابونه وټاکئ چې ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه ولري او له کیسې سره بشپړ تړلي وي، څو په اسانۍ سره وکولای شي له کیسې سره اړیکه ورکړي.

وخت ورکړئ چې د کتاب له لومړۍ پاڼې پوره معنا واخلي، وروسته ورته دویمه پاڼه واړوئ، د ماشومانو سن ته په کتو کتابونه غوره کړئ، هماغه یوه کیسه ورته له یو ځل زیاته ولولئ. ماشومان د لویانو په څېر نه دي چې له یو ځل کیسې لوستلو ستړي شي، بلکې دوی غواړي یوه کیسه بیا بیا ورته ولوستل شي تر څو په یاد یې زده کړي. که مو احساس کړه چې ماشومان مو هغه کتاب ته چې تاسو یې ورته لولئ، خاص خوند نه ورکوي، مه ناهيلي کېږئ، د وخت په تېرېدو سره هغه د کتاب لوستلو له کلتور سره اشنا کېږي.

۲- ماشومان د خپلې خوښې کتاب غوره کولو ته پرېږدئ

ماشومان مو خپلې خوښې ته پرېږدئ چې د خپل ذوق اړوند کتاب د ځان لپاره غوره کړي، تاسو پرې په زور د کوم خاص کتاب د لوستلو فشار مه اچوئ، کېدای شي هغوی له داسې کتابونو سره مینه ولري چې انځورونه په کې زیات وي یا هم داسې کتابونه چې په پرله پسې توګه کیسې ولري او یا هم بل ډول چې د دوی خوښ وي.

تاسو ورته یوازې د هغوی د خوښې کتاب راوړئ او د ذوق احترام یې وکړئ، ډاډه اوسئ هغه څه چې دوی یې د ځان لپاره خپله ټاکي، د دې سبب ګرځي چې له کتاب لوستلو سره مینه پیدا کړي، خو یوه څه ته مو باید پام وي چې داسې کتاب وي چې اړوند توکي په کې د دوی له سن سره برابر، ګټور او داسې څه په کې نه وي چې پر دوی باندې منفي اثر پرېباسي، که یې بیا هم غوښتنه وه، دغه چاره داسې مديریت کړئ چې ماشوم مو د کتاب له لوستلو زړه توری نه شي او په پایله کې د بل کتاب د اخیستو غوښتنه وکړئ.

۳- اولادونه مو د عامه کتاب خونو غړي کړئ

ډېر کله ماشومان غواړي چې یو کتاب یې په خپل نوم وي او دا احساس کړي چې ګواکې دغه کتاب د ده خپل مال دی او ډېر کله له هماغه یوه کتاب سره مصروف وي، خو دا کافي نه ده، کېدای شي له کیسو نور ستړي شوي وي. کتاب خونه له دوی سره مرسته کوي چې د خپلې خوښې هر ډول کتاب په کې ومومي، بې له دې چې پیسې پرې ورکړي. کتاب خونو ته د ماشومانو بيول د دې لامل ګرځي چې ماشومان له کتاب خونو سره مینه پیدا کړي.

۴- ماشومان د کتاب لوستلو په سیالیو کې برخې اخیستو ته وهڅوئ

د کتاب لوستول سیالۍ تر ډېره په ښوونځیو کې ترسره کېږي؛ خپل ماشومان مو وهڅوئ چې په دې ډول سیالیو کې برخه واخلي. که مو یو ځل ماشوم د کتاب لوستلو په سیالۍ کې د بریالیتوب خوند ولید، هېڅکله به هم په دې ډول سیالیو کې د ګډون چانس له لاسه ورنه کړي او که په کې بریالی نه شو هم تاسو باید خپل ماشوم وهڅوئ تر څو د دویم ځل لپاره په کې برخه واخلي. کله کله تاسو خپله هم ورته وړې ډالۍ واخلئ تر څو نور هم د کتاب لوستلو ته وهڅېږي.

۵- ماشومان مو لیکل کولو ته تشویق کړئ

د ماشوم په خټه کې د فکر کولو او کیسې ویلو غوټۍ موجودې وي، تاسو هڅه وکړئ هغه وغوړوئ؛ ماشومان مو وهڅوئ چې کیسه جوړه کړي، هغوی کولای شي په خپله کتابچه کې کیسه ولیکي او انځورونه ورته وباسي، کتابچه چې یې ورته د یوه ارزښتناک یادګار په توګه وساتئ او دوی ته دا وښیاست چې لیکل شوي شیان یې تاسو ته ډېر ارزښت لري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي