ماشوم ته درناوی څنګه ور زده کړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

احترام کول یوه جذابه او حیرانوونکې ښکارنده ده او اکتسابي خاصیت لري چې د ژوند په اوږدو کې باید زده شي. د درناوي کولو یو اصل دا دی چې که یو څوک غواړي چې درناوی ورته وشي، نو لومړی باید په خپله نورو ته احترام وکړي، که د اوسنۍ زمانې نوي نسل ته وکتل شي، په نړۍ کې تر ټولو بې احترام نسل بلل کېږي. مخکې له دې چې اوسني ځوانان ورټل شي، لومړی باید خپل سر ګرېوانه ته کښته کړو چې موږ د احترام کولو په برخه کې له خپلو اولادونو، خویندو او وروڼو سره څه کړي دي.

نن سبا تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې مور او پلار خپلو اولادونو ته درناوی نه کوي خو دا خبره پر دې دلالت نه کوي چې تاسو مناسب مور او پلار نه یاست خو غواړم چې دې برخې ته پاملرنه او فکر وکړئ چې له خپلو اولادونو سره مو چال چلند ته پام وکړئ.

د درناوي زده کول تر ټولو مهم او اړین ټکی دی چې مور او پلار په دې برخه کې باید له خپلو ماشومانو سره پوره مرسته وکړي، داسې نه چې ور زده کړئ نورو ته باید څه ډول احترام وکړای شي، بلکې خپله دوی ته باید احترام وشي، تر څو پوه شي چې احترام یعنې څه.

د احترام او اطاعت تر منځ مو توپیر له یاده مه باسئ؛ که کوم کس ته په کور کې درناوی نه کېږي هغه هېڅکله هم بهر نورو ته درناوی نه کوي.

۱- د ماشومانو خبرو ته غوږ کېږدئ، څو هغوی هم ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي؛ کله مو چې ماشومان خبرې کوي، خبرو ته یې په غور سره غوږ نیسئ.

په یوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول ښه خبره ده، خو د ماشومانو خبرو ته غوږ نیول تر ټولو اړین کار دی. هغوی چې څه هم وایي تاسو ته باید د قدر وړ وي او درناوی یې وکړئ، هر کار کولای شئ د یو څو دقیقو لپاره یې پرېږدئ، خو د ماشوم خبرو ته مو په پوره دقت سره غوږ شئ.

کله مو چې ماشوم خبرې کوي، مخامخ یې سترګو ته ګورئ.

له ځانه وپوښتئ، څو ځلې به مو نورو ته ویلي وي چې خبرې درته کوم، ما ته ګوره، اوس له ځانه پوښتنه وکړئ، کله مو چې ماشوم خبرې کوي ایا هغوی ته ګورئ او که نه؟

له ماشوم سره مو داسې چلند وکړئ چې فکر وکړي زه ورته د درناوي وړ یم او پلار یا مور مې زما خبرو ته درناوی کوي او زما د خبرو د درناوي په خاطر یې غوږ راته نیولی دی.

که مو دغه څه ترسره کړل، پوه شئ چې ماشوم به ستاسو او نورو خلکو په حق کې هم دغه ډول عمل کوي.

۲- رښتینولي تر ټولو ښه سیاست دی

ستاسو په اند، یو دروغجن انسان د درناوي وړ دی او یا دا چې تاسو کله هغه چا ته دروغ ويلي چې ستاسو د درناوي وړ وي؟

که کله در څخه کومه تېروتنه کېږي، بښنه وغواړئ، په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ، تر څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړي؛ ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوي او له ځان سره فکر کوي چې دا دی زما پلار او یا مور چې تر ما لوی دي، هم تېروتنه کوي او د تېروتنې جبران په بښنې غوښتلو سره کېږي.

۳- هڅه وکړئ د خپلو ماشومانو پر مثبتو ټکو تمرکز وکړئ، که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوي، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایاست؛ ځکه دغه یې حل لاره نه ده.

له ماشوم سره د شوخۍ لپاره مناسب وخت وټاکئ، هسې نه چې ماشوم مو تېروتنه وکړي، تاسو پرې غوسه شئ او له هغه وروسته چې غواړئ بېرته یې پخلا کړئ، ورسره لوبې پیلوئ. د خپلو ماشومانو ستاینه مو وکړئ، خو پام مو وي چې په دې برخه کې زیاتی درڅخه ونه شي او هسې نه چې دروغ درنه ونه ویل شي. که غواړئ چې په ماشومانو کې مو مثبت بدلون راولئ پر مثبتو ټکو یې تمرکز وکړئ؛ ځکه څومره مو چې د ماشوم ښې کړنې ستایئ، په هماغه ډول نور هم هڅېږي.

۴- له نورو سره داسې چلند وکړئ لکه د ځان لپاره یې چې غواړئ

په کورنۍ کې د ماشومانو لپاره یو ډول محدودیتونه او سرې کرښې وټاکئ، څو ستاسو شخصي حریم ته داخل نه شي، خو پام مو وي چې د دوی په حق کې هم دغه ډول څه ترسره کړئ.

د ماشوم کوټې ته له ورتلو مخکې دروازه وټکوئ او بې اجازې مه ورځئ، کله چې د ماشوم کوټې ته ورځئ هڅه وکړئ چې د هغوی د لوبو پر وسایلو او نور څه لاس ونه وهئ.