ماشوم څنګه بوخت کړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

څنګه ماشوم بوخت کړو او هغه وهڅو، چې یوازې لوبې وکړي؟

د یوه، یو کلن ماشوم خوښېږي، چې د خپلو والدینو شاوخوا ته وڅرخي، موږ کولای شو، له هغه سره مرسته وکړو، چې ځان څنګه بوخت کړي؟ نوي په پښو راغلي ماشومان نه شي کولای، چې د اوږدې مودې له پاره په یوازې توګه لوبې وکړي. تر ټولو اوږده موده چې کولای شئ، له یوه ماشوم څخه یې تمه ولرئ، چې په یوازې توګه لوبې وکړي، شاو خوا پنځلس دقیقي دي، د یوازې لوبو کولو له پاره د ماشومانو وړتیا د هغوی حالت او وضعیت پورې تړاو لري، که چېرې ماشوم وږی، ستړی او یا هم ناروغ وي، نو ډېر کم به په یوازې توګه له لوبو کولو سره لېوالتیا څرګنده کړي.

په یوازې لوبو کولو کې د ماشومانو د ظرفیت لوړولو له پاره، څلور کلمې په یاد ولرئ:

۱ ـــ د مینې او لېوالتیا را منځته کول.

۲ ـــ د عادت را منځته کول.

۳ ـــ سازماندهي.

۴ ـــ لوری ورکول او لوری ښودل.

لومړی:  هڅه وکړئ، چې ماشومان په هغه فعالیت باندې بوخت کړئ، چې واقعاً ورسره مینه لري، که چېرې ستاسو په نظر کار لږ سخت هم وي ستونزه نه شته. اجازه ورکړئ، چې څمڅۍ او پیالې ځای پرځای کړي، یا جامې له المارۍ څخه را بهر کړي. د پخلنځي د المارۍ لاندینۍ خانې له پلاستیکي پیمانو او څمڅیو څخه ډکې کړئ، تر کله چې تاسو د ماښامنۍ په چمتو کولو بوخت یاست، ماشوم په هغو باندې به لوبو کولو بوخت شي او ستاسو له کار سره کار ونه لري.

دویم: کله چې ماشوم مو په بشپړه توګه په لوبو باندې بوخت شو، په ډېرې آرامۍ لږ لرې شئ یا یوه مجله په لاس کې ونیسئ. کله چې هغه د لوبو وسایل ستاسو په لور در غورځوي، ترڅو تاسو هم لوبو ته را وبلي، په ډېرې آسانۍ د لوبو وسایل بېرته ور وګرځوئ او د لوبې په اړه یې یوه لنډه جمله ووایاست او مسکا وکړئ. د راتلونکو ورځو او اوونیو په لړ کې په تدریج او آرامۍ سره، هڅه وکړئ، چې له هغه څخه خپل ذهني او فزیکي واټن زیات کړئ او تر ډېره په خپلو کارونو پسې شئ، خو هېڅکله خپل ماشوم له څارنې پرته مه پرېږدئ.

درېیم: د ماشوم شاوخوا ته د لوبو د هغو توکو ايښودل، چې ورسره مینه لري، د هغه د سردرګمۍ او ګیج کېدو سبب ګرځي، د دې کار پرځای، هرځل یوازې د لوبو یو توکی په واک کې ورکړئ او په وار سره د لوبو په اسبابو او وسایلو کې بدلون را ولئ.

څلورم: له دې کبله، کله چې احساس کوئ، ماشوم مو د لوبو له یوه توکي سره له لوبې کولو سره خپله مینه او لېوالتیا له لاسه ورکوي، د یوې پوښتنې په پوښتلو سره یې یو ځل بیا تحریک کړئ. د بېلګې په توګه: کله چې له خپلو بلوکونو سره په لوبو بوخت دی، دا چې په عین وخت کې په خپل کار هم بوخت یاست، پرته له دې چې په لوبه کې ورسره ګډون وکړئ، له هغه سره خبرې وکړئ. د مثال په توګه، کولای شئ ووایئ: عجیبه ده! تا درې دانې مکعبونه یو پر باندې کېښودل. کولای شې، چې یو بل هم پرې ور زیات کړې؟ هڅه وکړئ، چې د یوازې لوبې کولو پروګرام د ماشوم د ورځني پروګرام برخه وي.

ښایي د یوازې لوبې کولو له پاره د ماشوم د اړ کولو هڅې مو له څو دقیقو څخه ډېره پایله ونه لري او ماشوم له څو دقیقو وروسته چیغې او ژړا پیل کړي او تاسو وغواړي، په دې وخت کې هڅه وکړئ، چې هغه ته په چټکه توګه ځواب ورنه کړئ، هغه ته فرصت ورکړئ، چې له موضوع سره خپله جوړ شي.

دا پړاو به تل له یوې بېلګې او یوه کیفیت سره ثابت نه وي. هغه ماشوم چې یوه ورځ په یوازې توګه ډېر ښه ځان بوختوي، بله ورځ ښایي په بشپړ توګه له دې کار څخه ډډه وکړي خو تاسو باید هڅه وکړئ، چې د هغه له پاره اړین فرصتونه برابر کړئ، ترڅو د وخت په تېرېدو او کرار کرار په یوازې توګه لوبې کول زده کړي.