مالدووا کې مسکو پلوی کاندید په ټاکنو کې مخکې دی

داسې ښکاري چې په مالدووا کې د جمهوري رياست انتخابات به دويم پړاو ته وغځېږي.

دغه انتخابات پرون وشول او لومړۍ نتيجې يې نن سهار اعلان شوې.

د ٩٨ سلنه شمېرل شويو رايو له مخې د روسیې (مسکو-پلوه) کانديد ايګور دودون د ټاکنو ٤٩ اعشاريه اووه سلنه رايې ګټلې دي.

دى د سوسيال ګوند کانديد دى، چې دويم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو د مخنيوي لپاره اکثريت رايو ته اړتيا لري.

د انتخاباتو لومړۍ پایلې ښيي، سياله کانديده مايا ساندو چې د اروپايي ټولنې پلوۍ ده، ٣٧ اعشاريه یانې ٩ سلنه رايې ګټلې دي.

پرونيو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه نېږدې ٤٩ سلنه وه.

که کوم کانديد بشپړ اکثريت رايې نه وي ګټلي، دويم ځلي انتخابات به ديارلس ورځې وروسته وشي.

دا په تېرو شلو کلونو کې اول وار دى، چې په مالدووا کې د جمهوري رياست انتخابات کېږي، مخکې ولسمشر د پارلمان د وکيلانو له خوا ټاکل کېده.