ماښامونه درنه ځي موسيقي اوره!

ماښامونه درنه ځي موسيقي اوره

کله کله خو عشقي موسيقي اوره!

ځان سره سر خوځوه، پر لار ګډېږه

غوږ کې کېږده ګوشکي موسيقي اوره

پام کوه چې مئين نه شې لېونيه!

وطنونه دي پردي موسيقي اوره!

زيارتونو ته ورځه ثواب دې کېږي

مساپره قوالي موسيقي اوره!

سندرغاړی شه زما شعرونه وايه!

تر هغې پورې هندي موسيقي اوره

ويده کېږې نه؟ ځوابه نيمه شپه ده!

خير دی بيا سهار وختي موسيقي اوره

عزت الله ځواب