مایکروسافټ شرکت په «وینډوز ۷» سیستم نوي اپډيټ بند کړل

مایکروسافټ شرکت چې د نړۍ په زیاتره کمپیوټرونو او لیپټاپونو کې تر ټولو زیات د چلونکي سیستم لري، اعلان کړی چې نور د «وینډوز ۷» لپاره تازه اپډيټ نه ورکوي.

د مایکروسافټ شرکت لخوا په وینډوز ۷ کې د نوي اپډيټ نه تازه کولو نړۍ کې ملیونونه کاروونکي له دغه اپډيټ څخه محرومه کړل.

یو کال وړاندې یاد شرکت اعلان کړی و چې د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې له ۱۴مې نیټې به د وینډوز ۷ اوسمهال په ټوله نړۍ کې بند شي، او کاروونکي به ددې وینډوز نوي اپډيټ ترلاسه نشي کړی.

نړۍ کې اوسمهال هم له ۳۲سلنه زیات کمپیوټرونه او لیپټاپونه د وینډوز ۷ چلوونکی سیستم استعمالوي، یعنې نړۍ کې له هر دریو کمپيوټرو څخه یې په یو یاد چلوونکی سیستم شتون لري، دا به کاروونکو لپاره ستونزمنه هم وي.

د سي ان ان خبري اژانس د راپور سره سم د مایکروسافټ شرکت د وینډوز ۷ چلونکو ته لارښوونه کړې چې د جنوري میاشتې له ۱۴مې نیټې دې د ونډوز ۱۰ چلونکی سیستم انسټال/ولګوي.

د شرکت په وینا کاروونکي کولی شي د وینډوز ۱۰ اصلي چلوونکی سیستم د ۱۳۹ ډالرو په بیه واخلي، خو ددې سربېره مایکروسافټ هغو کاروونکو ته چې درې کلن پخوانی کمپيوټر استعمالوي په وینډوز ۱۰ سمبال لیپټاپ واخلي.

باید وویل شي چې که څه هم د وینډوز ۷ چلوونکی سیستم به نور نه اپډيټ کیږي خو دغه سیستم به په کمپیوټرو او لیپټاپونو کې د کار وړ وي، البته ستونزه داده چې پر دغو کمپيوټرو به وایرس په اسانه حمله کوي او د سایبر امنیت ستونزې هم جوړیدلی شي، نو غوره ده چې وینډوز ۱۰ ولګول شي.

وینډوز ۷ د مایکروسافټ شرکت تر دې دمه تر ټولو غوره چلوونکی سیستم ښودل شوی، دغه سیستم په ۲۰۰۹م کال کې وړاندې شو او له ۱۱ کلن کار وروسته پرې اپډيټ بند شول، اوسمهال د میکروسافټ غوره چلوونکی سیستم وینډوز ۱۰ دی.

کاپي…