چهارشنبه , 15 مې 2024

مایک اسپېر وايي، د سیاسي هوکړې پر مټ باید افغانستان کې اتلس کلنه جګړه ختمه کړي

امریکا غواړي ځان ډاډه کړي له طالبانو سره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته به امریکا او د دوی متحدینو ته زیان نه رسېږي.

د امریکا ددفاع وزیر مایک اسپېر له خپل برېتانوي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې د سیاسي هوکړې پر مټ په افغانستان کې اتلس کلنه جګړه ختمه کړي.

د مایک اسپېر وايي، موږ ډاډه یو چې افغانان په امن او سوله کې روښانه راتلونکې لري. د پنټاګون مشر دغه راز ویلي دوی باید ځان ډاډه کړي چې د سولې تر هوکړې وروسته به امریکا او د امریکا متحدینو ته له افغانستان کوم ګواښ نه متوجه کېږي.

د برېتانیا ددفاع وزیر هم په دې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د سولې لپاره د امریکا له روانو هڅو ملاتړ کوي او هیله لري چې په افغانستان کې اوږده جګړه ختمه شي. دواړو لورو د ترهګرو ډلو پر ختمولو او افغانستان ته د امنیت او ثبات پر راوستلو هم ټینګار کړی دی.