مایک پمپیو دوحه کې له ملا برادر سره د بندیانو په خوشې کولو غږېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د دوشنبې په ماخوستن یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر سره د سولې خپلمنځي هوکړې او د بندیانو په تړاو خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم دا لیدنه تائید کړې ده.

پمپیو ویلي چې وسله والو طالبانو ته یې پرېکنده خبره کړې، چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي.

هغه زیاته کړې ده، چې وسله والو طالبانو افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه دي کړي او بین الافغاني سولې ته د خبرو لپاره د پلاوي په لېږلو هم کار کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان او ټول ښکېل لوري دې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار وکړي.