مایک پمپیو د بندیانو پر تبادلې ټینګار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې تړون زمینه برابره کړې، چې افغانستان ته د تلپاتې سولې زمینه برابره کړي او افغانان باید له دغه فرصته ګټه واخلي. هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، چې د بین الافغاني سولې د پرمختګ لپاره د طالب او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو تبادله مهمه ده. نوموړي ټینګار کړی، چې ټول ښکېل لوري دې ګواښونه پرېږدي او د بندیانو د تبادلې لپاره دې عملي ګامونه واخېستل شي. د امریکا د بهرنیو وزیر، افغان حکومت او وسله والو طالبانو ته په اشارې ویلي، چې امریکا، افغانانو سره ده؛ خو فرصتونه باید ضایع نشي. مایک پمپیو وایي دوی اوس هم ډاډه دي، چې د طالبانو مشران به د هوکړې عملي کولو ته ژمن پاتې کېږي او امریکا هم خپلې ژمنې عملي کوي.