مایک پمپیو د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی دی

ولسمشر غني وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ورته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له طالبانو سره د سولې خبرو کې د ‘پام وړ ‘ پرمختګ خبر ورکړی.

 

افغان ولسمشر په دې تړاو د ټویټر یوه لړۍ پیغامونو کې ویلي ” خوښ دی چې ښاغلي پمپیو ټيلیفون ورته وکړ او له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړې د بهرنیو چارو  وزیر پمپیو ورته په تاو تریخوالي کمولو کې د پام وړ او تلپاتي کموالي راوستلو په تړاو د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات ورکړي دي.

 

غنی په خپل ټویټ کې لیکلي، ”دا د ستاینې وړ پرمختګ دی او خوښ دی چې د سولې په هکله تر اوسه د دوی له اصولي دریځه د ګټورو پایلو راوتل پیل شوي دي او لومړنی هدف یې دا دی چې بې معانا وینه تویېدنه پای ته ورسېږي. ”