د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، چې له ولسمشر ټرمپ څخه يې قاطع امر تر لاسه کړی ،څو د امريکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي، پومپيو دغه راز ویلي، چې امريکا له طالبانو سره خبرو کې ستر پرمختګ کړی او ژر به ټول ددغه پرمختګ شاهدان و اوسي.