اسراییلو کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس تود هرکلی شوی دی.
ټاکل شوی نوموړی د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره له لېدنې وروسته د دغه هیواد پارلمان کې وینا وکړي.
پنس له دې وړاندې په اردن کې د دغه هیواد له ولسمشر ملک عبدالله سره ولیدل، په هغې لیدنه کې د بیت المقدس موضوع د بحث مهمه برخه وه.
ټاکل شوی وه چې پنس د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره هم وګوري خو محمود عباس له دغې کتنې انکار کړی دی.