مبارز له کاناکوف سره د ازادې مبارزې چلینجي لوبه کوي

د افغانستان د ازادې مبارزې نوم وتي لوبغاړي باز محمد مبارز څه موده وړاندې روسي پیاوړي لوبغاړي دینیس کاناکوف ته د سیالۍ کولو چلینج ورکړی وو، چې کاناکوف هم منلی.

د دواړو لوبغاړو ترمنځ دغه په زړه پورې لوبه د روان کال میلادي کال په د سپتمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په روسیه کې ترسره کیږي.

دینیس کاناکوف په زیاتو لوبو ګټلو سره د ازادې مبارزې قهرمان لوبغاړی دی.

نوموړي د افغانستان دوه لوبغاړي احمد ولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي هم مات کړي.

بازمحمد مبارز ویلي، چي کاناکوف ته به په خپل کور کي سخته ماته ورکړي او د احمدولي هوتک او عبدالعظیم بدخشي غچ به ور څخه واخلي.