متحده عربي اماراتو کې د “رادهی” فلم د ټکټونو خرڅلاو پیل شو

د بالي ووډ فلمونو د مشهور اداکار سلمان خان د راتلونکي ایکشن فلم “رادهی” لپاره په متحده عربي اماراتو کې د ټکټونو خرڅلاو پیل شو.

د معلوماتو له مخې، د متحده عربي اماراتو سینماګانو د سلمان خان د راتلونکي فلم لپاره هم د نن څخه د ټکټونو خرڅول پیل کړي دي، دا فلم به د مۍ په ۱۳مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

څو ورځې وړاندې د دې فلم یوه سندره هم خپره شوې وه، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۳۰ میلیونو څخه زیاتو کسانو کتلې وه، او خلکو ډېره خوښه کړې هم وه.

د یادولو وړ ده چې د سلمان خان سره په “رادهی: یور موسټ وانټیډ بهايي” فلم کې جیکي شروف، رندیپ هوډا او دیشا پټاني کار کړی دی.

 

کاپي…