مثبتې خبرې او پر ژوند یې اغېز

هیله من کسان چې کله خبرې کوي، که یې په خبرو کې کومه منفي کلمه هم وي، د مثبتې هغې په وسیله یې خنثی کوي. دوی دغه ډول خبرې کوي: «موږ نن له یوې جالبې پېښې سره مخ شوو». دوی هېڅکله داسې نه وایي، چې موږ نن له یوې خرابې پېښې سره مخ شوو، هڅه کوي چې همدغه منفي خبره پر مثبتې هغې واړوي. په داسې حال کې چې کېدای شي مانا یې وروسته په نورو خبرو کې روښانه شي.

کله چې تاسو په خپل ژوند کې له کومې ستونزې سره مخ کېږی، ښه ده چې له ځانه وپوښتی، ولې دغه شی ستونزمن دي؟ ځکه انسانان یو خلاق او فوق العاده ذهن لري چې کولی شي هر ډول ستونزې حل کړي. زموږ د ذهن خلاقیت د دې جوګه دی چې را ولاړې شوې ټولې ستونزې په ډېرې اسانۍ سره حل کړي، نو بیا ولې ستونزې ته ستونزه وویل شي. هڅه وکړئ چې تل ستونزو ته د یوه فرصت په توګه وګورئ چې تاسو ته درکړل شوی، څو بریا ته د رسېدو لپاره ترې پوره استفاده وکړی. دغه څه یوازې د قوي مدیرانو ځانګړنه ده. د بشري تاریخ تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې په هره ستونزه او سختۍ کې یو قوي درس نغښتی دی چې کولی شي په راتلونکي کې تاسو د بریا لور ته سوق کړي.

لیکنه: حمیدالله حمیدي