مجردي او ښېګنې یې!

۱: قوي او ټینګې ټولنیزې اړیکې

د څېړنو پر اساس مجردان نه یوازې دا چې ټولنیزو شبکو ته ډېر لاسرسی لري، بلکه د متاهلو په پرتله مرسته کولو او نورو څخه د مرستې غوښتلو ټه ډېر لېواله دي. یعنې د واده شویو په نسبت ټینګې ټولنیزې اړیکې لري.

۲: د بدن د غړو تناسب او ښکلا

مجردان نسبت واده شویو ته ډېر ورزش او تمرین تر سره کوي او د بدن د غړو ښکلا ته ډېر ارزښت ورکوي. په یوه څېړنه کې چې ۴۵۰۰ کسان پرتله شوي، موندل شوي مجرد که نارینه وي او که ښځينه د متاهلو په پرتله د بدن د ښه تناسب او ښکلا څخه برخمن دي.

۳: مالي خپلواکي

ډول دی. له واده وروسته باید د کورنۍ او ژوند لپاره مصرف وکړئ، چې ډېره مالي خپلواکي به ونه لرئ.

۴: په خپله خوښه دنده ټاکل

د مجردۍ په دوران کې د دندې په ټاکنه کې آزاد یئ اړ نه یئ د ژوند د شریک نظر مو ولرئ. د بېلګې په ډول نارینه ډېری کارځایونه د خپلو مېرمنو لپاره نه خوښوي یا مېرمنې ډېری دندې د خپلو خاوندانو لپاره وړ نه بولي. په مجردۍ کې نور د بحث او راضي کولو لپاره اړتیا نه لرئ.

۵: ملګري او کورنۍ

په مجردۍ کې د ملګرو او کورنۍ سره د لیدنې لپاره ډېر وخت لرئ ستاسې بوختیاوې کمې دي او په ښه توګه کولای شئ هغوی سره لیدنه وکړئ. مګر له واده وروسته ستاسې بوختیاوې ډېرېږي او باید کورنۍ او اولادونو ته مو ډېر وخت ځانګړی کړئ.

۶: د ساعتېرۍ او تفرېح لپاره کافي وخت درلودل

د مجردۍ له ګټو بل دا چې تاسې د سرګرمۍ او تفرېح لپاره زیات وخت لرئ. کولای شئ کتاب ولولئ، په سفر لاړ شئ او …… په دې دوران کې څوک په تاسې غوسه نه وي. دا ستاسې ژوند دی او تاسې د ځان لپاره ژوند وکړئ.

۷: شخصي وده

د مجردۍ ژوند په موده کې زیاتره خلک خپل شخصي ودې ته پام کوي او ډېرې موخې لري. د ۱۹۹۸ کال څېړنه چې د مجردانو او واده شویو ترمنځ تر سره شوه دا پایله تر لاسه کړه چې مجرد خلک د واده شویو په پرتله زیات خپلو شخصي ودې او موخو ته رسېږي.

۸: سخا او ورکړه

د ډاکټر بلا دپایولو د څېړنې پایلې وایي مجرد خلک له واده شویو ډېر نوروسره د مرستې او مالي کومک لپاره خاضر دي. مجردان د متاهلو په پرتله ډېر خوښوي په هره برخه کې له نورو سره مرسته وکړي او بښوونکي واوسي.

۹: له یواځېتوب ګټه اخېستل

ځینې وختونه یواځېتوب د ذهني آرامتیا لپاره ډېرې ګټې لري او د نوښت د ودې لامل کېږي په کلیدي شېبو کې یواځېتوب ځان پېژندلو لپاره غوره دی. دا شېبې له واده وروسته لږې مومۍ، نو د مجردۍ پر وخت زیات وخت دا کړنه تر سره کړئ.

۱۰: جوړجاړي ته اړتیا نشته

په مجردۍ کې واک ستاسې په لاس وي کولای شئ هره دنده چې غواړئ تر سره کړئ، پرته له دې چې اړ اوسئ د بل کس اړتیاوو او تمایلاتو سره جوړ جاړی وکړئ. مجبور نه یئ له یو څیز او دندې څخه چې خوښه مو وي د بل کس په خاطر او د خوشحالولو لپاره تېر شئ.

۱۱: د چارو د تر سره کولو لپاره وخت درلودل

ستاسې وزګار وختونه له واده څخه وروسته په نسبت په مجردۍ کې ډېر دي کولای شئ خپلو ټولو چارو ته ورسېږئ په مختلفو ټولګیو کې ګډون وکړئ، تفرېح ته لاړ شئ او ….. د کار د وخت مدیریت کول ستاسې په خپلو لاسونو کې دی او اړتیا نشته ځان د بل سره همغږي کړئ.

۱۲: د تېروتنو پړه

تاسې یوازې یئ، په دې معنا څوک ټولې ملامتیاوې ستاسې په غاړه نه اچوي او باید ځان ته پروګرامونه ولرئ. په مجردۍ کې باید ډېر چاته سوال ځواب ورنکړئ.

۱۳: احساسي خپلواکي

کله چې مجرد یئ د خپلو خوشالیو، نارامیو، غوسې، ستړیا او بد خلقۍ په اړه نورو ته د تشرېح اړتیا نلرئ. همدارنګه د مقابل لوري د احساساتو څخه مه نارامه کېږئ اوله هغه دلیل مه غواړئ په مجردۍ کې په عشقي ماتې او دې ته ورته مسایلو نه اخته کېږئ او احساسات مو یوازې خپله شتمني ده.

ژباړه: نسیمه محمدي