مجیب الرحمن له مېډلسيکس لوبډلې سره تړون لاسليک کړ

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي ورو توپ اچونکي مجیب الرحمن د ۲۰۱۹م کال لپاره د انګلستان د ویټالټي بلاسټ په ليګ کې د مېډلسېکس له کلب سره تړون لاسليک کړ.

مجيب الرحمن تازه د استراليا په بيګ باش سياليو کې ولوبېد او په ۱۲ سياليو کې يې په غوره اوسط ۱۲ ويکټې واخيستې چې غوره توپ اچونه يې د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ ويکټې وې.

له کله چې د مېډلسېکس لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی او په جنوري مياشت کې لارډز ته تللی دا يې لومړی تړون و چې له مجيب الرحمن سره يې وکړ.

د يادې لوبډلې مشر روزونکي سټوارټ لا ويلي: دا ورته ډير د خوشحالۍ ځای دی چی مجيب الرحمن یې تړون ومانه.

نوموړي زیاته کړې مجيب د توپ اچونې ځانګړي سټايل ته سخته ده چې توپوهونکی مخامخ شي.

د ويټالټي بلاسټ سيالۍ چې د نړيوال جام څخه وروسته پېل کيږي، او افغانستان هم دغه مهال کومې سيالۍ نه لري، مجيب الرحمن به د يادې لوبډلې په ګټه ټولې سيالۍ ترسره کوي او د جولايي مياشتې په پېل کې به له لوبډلې سره يوځای شي.

مجيب الرحمن تېر ۲۰۱۸م کال په انګلستان تجارتي ليګ کې د همپشاير کلب لوبډلې سره لوبېدلی و، دده سربېره محمد نبي، راشد خان او ظاهر خان هم په ياد ليګ کې لوبيدلي دي.